روسیه: ښايي د داعش مشر وژل شوی وي

د انځور حقوق Reuters
Image caption وړاندې څو ځلې د داعش د مشر د وژل کېدو په اړه رپوټونه خپاره شوي وو

د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوس په دې اړه څېړنه کوي چې ښايي د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې مشر ابو بکر البغدادي سوریه کې د روسیې هوايي برید کې وژل شوی وي.

دغه وزارت زیاتوي، روسیې کابو درې اونۍ وړاندې (مې ۲۸مه) د سوریې رقه ښار کې کړی و.

راپور وايي، په برید کې د داعش ډلې پوځي شورا په نښه شوې وه.

رقه د سوریې شمال کې د داعش اصلي مرکز ګڼل کېږي.

امریکایي ځواکونو سوریه کې 'د ابوبکر البغدادي مهم ملګری وژلی'

ابو بکر البغدادي: له موصله مه په شا کېږئ

موصل کې هوايي برید د 'اسلامي دولت' مفتي وژلی

وړاندې هم د داعش ډلې د مشر په نښه کېدو او وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو.

د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې روسي سپونتیک خبري اژانس خپره کړې، ویل شوي په دې غونډه کې د داعش ۳۰ قومندانان او نژدې ۳۰۰ جنګیالي موجود وو.

خبرپاڼه زیاتوي: "د بېلابېلو چینلونو له لارې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ابراهیم ابو بکر البغدادي چې په دغه ناسته کې موجود و، د هوايي برید پایله کې وژل شوی دی."

ډېر وخت کېږي چې د البغدادي د اوسېدو ځای ناڅرګند دی، څو ځلې ویل شوي وو چې د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشت کې له داعشه د موصل ښار بېرته نیولو پرمهال د عراقي ځواکونو د عملیاتو پروخت نوموړی په دې ښار کې و.

نوموړی یوازې د ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې د اسلامي خلافت د اعلانولو پرمهال راڅرګند شو. نوموړی هغه مهال پر موصل د داعش تر کنټرول وروسته خطبه کې راښکاره شو.

له هغه وروسته داعش د امریکا په مشرۍ د ایتلاف او د روسیې د بریدونو له کبله ډېرې سیمې له لاسه ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د روان کال مارچ میاشت کې وویل د بغدادي کابو ټول سلاکاران وژل شوي دي.

ده دا هم ویلي وو چې بالاخره بغدادي به هم په دې برخلیک اخته شي.

"نالیدلی شیخ"

د ابو بکر البغدادي په اړه ډېر کم معلومات خپاره شوي، خو د هغه د پټنځي په اړه آن د داعش جنګیالي هم د څه ویلو حق نه لري.

ویل کېږي البغدادي خپلو قومندانانو او پلویانو ته د وینا پرمهال ماسک اچولی وي، چې له همدې کبله په "نالیدلي شیخ" هم مشهور شوی دی.

ابو بکر البغدادي څوک دی؟

البغدادي ـ چې دا یې ښايي اصلي نوم نه وي ـ د اټکل له مخې د بغداد شمال سمارا کې په ۱۹۷۱ کال زیږېدلی.

رپوټونه وايي، نوموړی په ۲۰۰۳ کال د امریکا په مشرۍ پر عراق د یرغل پرمهال د ښار په یوه جومات کې ملا امام و.

ځینې باور کوي چې هغه د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال هم اورپکی او د جهادیانو په ډله کې و. ځینې نور بیا وايي، نوموړی د عراق سوېل کې د امریکايي ځواکونو اډې اړوندې په "بوکا" زندان کې تر څلور کلني زندان وروسته سخت دریځی شو؛ ځکه چې هلته له ده سره ګڼ القاعده بندیان هم ساتل کېدل.

نوموی بیا وروسته په عراق کې د القاعدې مشر وټاکل شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۰ کال د همده په هڅو "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډله جوړه شوه.

د ۲۰۱۱ کال اکتوبر میاشت کې، امریکا په رسمي توګه البغدادي "ترهګر" وباله او د هغه د وژلو او یا نیولو پر سر یې ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بغدادي ډلې د ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې د ځمکنیو عملیاتو او پر لوېدیځو ښارونو او د ۲۰۵ کال نومبر کې پاریس کې د خونړیو بریدونو له پیلولو مخکې د عراق دویم ستر ښار موصل ونیو.

اړونده مطالب

ورته مطالب