ځوانان ولې افراطیت ته مخه کوي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځوانان ولې افراطیت ته مخه کوي؟

برتانیا کې په دې وروستیو کې تر ټولو خونړي بریدونه وشول چې په سلګونو کسان یې مړه او ټپیان کړل. بریدګر د برتانیا اوسېدونکي خو له ځینو بهرنیو اورپکو کړیو سره یې لاس اړیکه درلوده.

په بریتانیا کې وروستیو خونړیو ترهګرو بریدونو ته په کتو پر دې بحث کوو چې ځوانان ولې افرطیت ته مخه کوي؟ څه د دې لامل کېږي چې د هغو خلکو وژلو ته مخه کړي چې ورسره په یوه ځای کې ژوند کوي؟

د مخنیوي لارې چارې یې څه دي او ایا ملګري او د کورنۍ غړي څه مرسته کولی شي؟

د بحث مېلمانه دي، د برتانیا برمنګهم ښار کې دیني عالم سید مستقیم شاه، همدغه ښار کې عبیدالله خلیل چې د جګړې امنیت او پراختیا په برخه کې يې زده کړې کړي او مدني فعاله او د بي بي سي کارکوونکې شکیبا حبیب.

د بحث وړاندې کوونکی ابراهیم امیري دی.