داعش ښايي موصل کې "۱۰۰زره تنه د انساني ډال په توګه ساتلي وي"

موصل د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر دې پخوا هم په موصل ښار کې د ولسي وګړو د یرغمل کېدو رپوټونه ورکړل شوي ول، خو ملګري ملتونه وایي، د دې وګړو شمېر ښایي تر پخوانیو اټکلونو خورا ډېر وي.

ملګري ملتونه وایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش ښایي د عراق په موصل ښار کې څه باندې سل زره تنه د انساني ډال په توګه ساتلي وي.

ددغه ښار د نیولو له پاره د عراقي ځواکونو په مشرۍ پوځي عملیات تېر منی پیل شوي و. داعش اوس د زاړه ښار یوې کوچنۍ برخې ته پر څټ وهل شوې او د ایسارو ولسي وګړو پر خوندتیابه خورا ژورې اندېښنې ټوکېدلې دي.

تر دې پخوا هم په موصل ښار کې د ولسي وګړو د یرغمل کېدو رپوټونه ورکړل شوي ول، خو ملګري ملتونه وایي، د دې وګړو شمېر ښایي تر پخوانیو اټکلونو خورا ډېر وي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یا (یو اېن اېچ سي آر) استازی برونو ګیډو وایي، د موصل په زاړه ښار کې ولسي وګړي له یو ناورین سره مخامخ دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
موصل کې جګړه، تاو او زور يې ملکيانو ته رسېږي. هغه کورنۍ چې تښتېدلې د خپل کړاو کيسه کوي.

دا ایسار خلک په ښار کې پاتې کېږي او که له ښاره ووځي، په دواړو حالتونو کې یې ژوند ته ګواښ پېښ دی.

ښاغلی ګیډو وایي، پر سختې جګړې سربېره، د موصل ښار اوسېدونکي د خوړو، اوبو او درملو او برېښنا له نه شتونه هم کړېږي.

ښاغلی ګیډو زیاتوي: "موږ داسې ګمان کوو چې د موصل په زاړه ښار کې اوس هم کابو سل زره ولسي وګړي یرغمل شوي دي. په دې هم پوهېږو چې داعش ډلې دا کسان له زنجیلي او نورو سیمو له ځان سره بیولي دي. یعنی هغه سیمې چې جګړه پکې روانه وه. په زاړه ښار کې له دې کسانو د انساني زغرې په توګه کار اخیستل کېږي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا ایسار خلک په ښار کې پاتې کېږي او که له ښاره ووځي، په دواړو حالتونو کې یې ژوند ته ګواښ پېښ دی.

د ښاغلي ګیدو په وینا، په موصل ښار کې روانه جګړه ښایي تر څه مودې وغځېږي، خو په ورته وخت کې هلته روان بشري ناورین باید له پامه ونه غورځول شي.

د ده په وینا، ستونزه یوازې په زاړه ښار د یرغمل شویو خلکو نه ده، بلکې هغه کسان هم بې اسرې دي چې د ښار په نورو برخو کې خپلو کورونو یا پناه ځایونو ته را ستنېږي.

ښاغلی ګیدو وايي:" له پوځي پلوه د دې جګړې ختمېدل ښایي څو میاشتې وخت ونیسي. په زاړه ښار کې به جګړه ډېره سخته وي. خو اخر به هم ختمېږي. په ورته وخت کې بېړنۍ بشري مرستې به هم روانې وي. موږ باید د هغو خلکو چاره هم وکړو چې پناه ځایونو ته راستنېږي. هغه پناه ځایونه چې اوس په کنډوالو بدل شوي".

په موصل ښار کې د ولسي وګړو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه په داسې حال کې ښودل شوې چې عراقی پوځ د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د دې ښار د نیولو هڅه کوي.

عراقی پوځ توانېدلی چې د ښار ختیځې برخې ونیسي. خو ویل کېږي چې د داعش ډلې زرګونه وسله وال دا مهال لوېدیځ ته د موصل په زاړه ښار کې را ایسار دي او سخت مقاومت کوي.

د امریکا پوځي الوتکې هم د داعش پر ضد په روانو عملیاتو کې برخه لري.

اړونده مطالب