سعودي: قطر ته خپل شکایتونه وړاندې کوو

د انځور حقوق EPA
Image caption د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي "د قطر خلکو ته د زيان رسولو نيت نه لري"

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، څلور عرب هېوادونه له قطر څخه د خپلو شکایتونو د نوملړ په چمتو کولو لګیا دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر، چې دمګړۍ د لندن په سفر دی، خبریالانو ته ویلي څلور عرب هېوادونه سعودي، متحده عربي امارات، بحرین او مصر به ډېر ژر د شکایتونو دغه نوملړ قطر ته وسپاري.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر قطر ته خبرداری ورکړی چې په یو مهال له ګاونډیو سره ښې اړیکې او له سختدریځو ملاتړ نه شي کېدای "د قطر خلکو ته د زیان رسولو نیت نه لرو."

ښاغلي جبیر زیاته کړې، د شکایتونو جوړېدونکی نوملړ یوازې د څلورو عربي هېوادونو شکایتونه نه دي، دا هغه غوښتنې دي چې قطر یې باید ځواب ووايي او حل یې کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دا ونه ویل چې شکایتونه یې څه دي؟ خو کله چې د عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیره په واشنګټن کې یاده پوښتنه وشوه، هغه وویل "قطر باید د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي، د نورو هېوادونو په سیاسي چارو کې ګوتې ونه وهي او له الجزیرې ټلوېزیونه د کېدونکو بریدونو ځواب ویونکی دې واوسي".

Image caption د قطر او څلورو عربي هېوادونو ترمنځ د را ولاړ شوي کړکېچ د حل په موخه منځګړتوب لا پایله نه ده ور کړې.

د قطر او څلورو عربي هېوادونو ترمنځ د را ولاړ شوي کړکېچ د حل په موخه منځګړتوب لا پایله نه ده ور کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، مکسیکو ته یې له مخکې پلان شوی سفر په دې ځنډوي چې په سیمه کې د ګواښونو پر کابو کولو کار وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم سعودي ته تللی او په مکه مکرمه کې یې د سعودي له پاچا ملک سلمان سره د قطر د کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.

ډیپلوماتیکو سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د سفر پایله مثبته ده، خو جزیات یې نه دي ور کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چهارشنبه (جون ۱۴مه) قطر ته هم سفر کړی و.