د امريکا جنګي بېړۍ ټکر شوې، اووه تنه لادرکه دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امريکا جنګي بېړۍ جاپان کې ټکر شوې

د امريکا د سمندري ځواکونو يوه جنګي بېړۍ جاپان کې د فيليپين له يوې سوداګريزې بېړۍ سره ټکړ شوې ده.

په دې پېښه کې اووه تنه لادرکه شوي، په ټپيانو کې د بېړۍ د قوماندې افسر هم شامل دی چې د الوتکې په مټ روغتون ته لېږدول شوی دی.

دغه جنګي بېړۍ د جاپان جنوب لوېديځ سمندر غاړه يوکوسوکا څخه ۱۰۳ کيلومټر لرې د اېکس کرسټل په نامه له يوې سوداګريزې بړۍ سره ټکر شوې ده.

بېړۍ کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي

د اندونیزیا یوې بېړۍ کې اور لګېدو ۲۳ کسان وژلي

په تصويرونو کې ښکاري چې د جنګي بېړۍ يوه اړخ ته ډېر زيان اوښتی دی.

ويل کېږي په دغه پېښه کې د افسر سربېره دوه نور ټپي شوي بېړۍ چلوونکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ټوکيو کې د بي بي سي خبريال وايي، چېرته چې دغه پېښه رامنځ ته شوې ډېره بوخته سيمه ده او دلته کښتۍ ډېرې ګرځي راګرځي.

د انځور حقوق US Navy
Image caption د امريکا بېړۍ له ټکر وړاندې

سمندري ځواک وايي، د اې سي اېکس کرېسټل کانټينر بېړۍ چې د فيليپين بيرغ پرې رپېده، وزن يې له ۳۰ زره ټنو لږ کم و خو د امريکايي بېړۍ پرتله یې وزن درې ځله زيات و.

د جاپانۍ خپرونې اېن اېچ کې په وينا په دې پېښه کې سوداګريزې بېړۍ ته ډېر لږ زيان اوښتی دی.

ورته مطالب