په خلیج کې ډېپلوماتیک حالت نور هم پسې خرابېږي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په خلیج کې ډېپلوماتیک حالت نور هم پسې خرابېږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سعودي ته تللی دی چې له قطر سره یې لانجه حل کړي. قطر پر خپلو ګاونډیانو تور لګوي چې هېواد یې ورته کلا بند کړی دی. قطر ته الواتنې بندې شوې دي. سفیران ترې ایستل شوي او پولې یې تړل شوي دي چې هېواد یې د خوړو له کموالي سره مخامخ کړی دی.

د بي بي سي خبریالې لیز دوسېت د سعودي له بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره خبرې کړې دي او پوښتلی یې دی چې ایا پر قطر اقتصادي فشار راوړل چې د سعودي پلوي وکړي پر ځای خبره ده؟