د لندن اورلګېدنه: د وژل شویو کسانو شمېر په لوړېدو دی

په ورکو شویو کسانو کې یو افغان هم شته. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ورکو شویو کسانو کې یو افغان هم شته.

د برتانیا پولیس وایي د لندن په ګرنپل برج کې د اور لګېدلو له امله د ورکو او مړو کسانو په پام کې نیولو سره ټوټل د نږدې ۵۸ کسانو د مړینې وېره ده. د پولیسو یو مشر سټوارټ کونډی وايي، دا شمېر ممکن زیات شي.

د بي بي سي معلومات ښيي چې ممکن د مړو شمېر ۷۰ کسانو ته ورسېږي.

نوموړی دا هم وايي، چې په سوځېدلیو برخو کې د بیارغونې عملیات له سره پیل شوي او ممکن په اونیو وخت ونیسي.

په ورته مهال لومړي وزیرې تریزا مې د پېښې "لومړنیو ساعتونو کې" له اغېزمنو کورنیو سره همکاري "پوره ښه نه وه".

د اور له امله له بې کوره شویو او خپلخوښو، یا دواطلبو سره له لیدنې وروسته لومړۍ وزیرې مې دا څرګندونې کړي.

د مېرمن مې د بیانیې له مخې "د دې بد ناورین په لومړنیو ګړیو کې د اړمنو کورنیو سره مرسته یا ورته لومړني معلومات ور کول پوره ښه نه و".

نوموړې دا هم ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دې پېښې د عامه څېړنې لپاره یو قاضي ګومارل غواړي.

روغتون کي قربانیان تر نامعلوم وخت ساتل

ډاکټران د دې پېښې ځینې قربانیان تر نامعلوم وخت په روغتون کې ساتي چې د دود له امله اغېزمن شوی بدن یې جوړ شي.

ډاکټران په څلورو روغتونونو کې ۲۴ ټپیان درملوي، چې ۱۲ خورا بد وضعیت کې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغې ودانې د جوړښت، خوندیتوب او مدیریت په اړه ډېرې پوښتنې را پورته شوي چې څېړنه یې روانه ده.

دوی لوګی تنفس کړی او ستونی، سږي او تنفسي لار یې زیانمنې شوې دي.

د بهرنۍ سوځېدنې پر ځای ډاکټران داخلي سوځېدنې ته ډېر لومړیتوب ور کوي.

د بي بي سي معلومات ښيي چې د پوټکي یا بدن بهرنۍ برخې سوځېدلي هیڅ کس درملنه نه ده شوې.

لوګی تنفس کولی د بدن داخلي سوځېدنې او د ستوني د تورم یا پړسوب سبب کېدلی شی، چې ژر ښکاره کېدلی هم نه شي.

افغان اتل معیوبه مور وژغورله

د لندن ګرینفل برج کې افغانان هم اوسېدل، د یوه افغان خپله معیوبه مور ۲۴ پوړه را کوزه کړې، خو پلار یې لا هم ورک دی.

۲۴ کلن شکیب ندا خپله ۵۵ کلنه مور د لمبه شوې ۲۴ پوړه ودانۍ له سر تر تل یا لومړي پوړ را وړې ده.

د انځور حقوق FB
Image caption محمد صابر ندا چې اوس نادرکه دی، ځوی یې فرهاد او مېرمن یې شکیلا

د هغه ۵۴ کلن تره عارف وايي، چې څنګه یې وراره د ده ورندار وژغورله:

"شکیب ته پکار و چې ژر یې را وباسي، د هغې لاسونه یې ونیول، پر غاړه یې را تاو کړل او ۲۴ پوړه یې په شا را کوزه کړه".

مور یې لا هم روغتون کې په کوما حالت کې ده او ښاغلی ندا هم روغتون کې دی.

ملګري یې وايي، چې حالت یې ښه کېږي.

د دې کورنۍ پلار ۵۷ کلن محمد صابر ندا لا هم ورک دی.

د شکېب د ملګري پلار فهیم مظهري وايي، "شکېب اتل دی، مور یې په بد حالت کې له سر پوړ تر تل پوړ کوزه کړه".

"زه نه پوهېږم هغه دا کار څنګه کړی دی، له لوګي او لمبو سره دا ډول کار ناشونی دی".

یوه تره زوی یې هم وايي شکیب ډېر مینه ناک او زړه سواند انسان دی "ځواکمن هلک دی چې له هرڅه له خپلې کورنۍ سره ډېره مینه لري".

خو په ورته مهال د خپل تره لپاره اندېښمن دی او وايي، خدای وکا چې ژوندی به وي.

دغه ۲۴ پوړه ودانۍ کې تېره چهارشنبه سهار وختي اور ولګېد چې ویل کېږي ډېری اوسېدونکي یې ویده ول.

ګرینفل ټاور نومې دغې ودانۍ چې ۱۲۰ اپارتمانه یې درلودل، د ښاروالۍ اړوند وه، خو ویل کېږي ساتنه یې یوه خصوصي شرکت کوله.

د دغې ودانې د جوړښت، خوندیتوب او مدیریت په اړه ډېرې پوښتنې را پورته شوي چې څېړنه یې روانه ده.

ګرینفل ټاور ودانۍ په ۱۹۷۴ کال کې جوړه شوې ده او د حکومتي کورونو د یوې لویې پروژې برخه وه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د لندن لوړ پوړې ودانۍ اور پلټنه

اړونده مطالب