امريکا د سوريې پوځي الوتکه نسکوره کړې ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۱۹۹۹ کال راهيسې دا لومړی ځل دی چې امريکا د کوم هېواد الوتکه راپرځوي

‌امريکا وايي د ايتلافي ځواکونو جنګي الوتکې په رقه ښار کې د سوريې يوه پوځي الوتکه رانسکوره کړې ده.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون وايي، امريکايۍ الوتکې په سوريه کې يوه الوتکه هغه مهال په نښه کړه چې د امريکا ملاتړو سوريايي ډېموکراټيکو ځواکونو (اېس ډي اېف) مرکزونو ته څېرمه يې بمي بريدونه کول.

ملګري ملتونه: په سوريه کې نژدې يو ميليون کسان کلابند دي

سوریه کې د خوندي سیمو جوړولو پلان عملي کول پیل شوي

د موصل جګړه کې "لومړي کیمیاوي برید" ۱۲ کسان ټپیان کړل

دا لومړی ځل دی چې په سوريه کې امريکايي ايتلافي ځواکونه د سوريې پوځي الوتکه په نښه کوي.

د سوريې حکومت دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي چې دا به "خطرناکې پايلې" ولري.

بله خوا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف امريکا ته ويلي، د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا احترام دې وکړي او د دوی پر خلاف له هر ډول کړنو دې ډډه وکړي.

دغه پېښه په هغه سيمه کې شوې چې د سوريې ډيموکراتيک ځواکونه د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) سره په جګړه بوخت دي.

له ۱۹۹۹ کال راهيسې دا لومړی ځل دی چې امريکا د کوم هېواد الوتکه راپرځوي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت له اعلانولو وروسته رقه خپل مرکز اعلان کړی و. دغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر بشار الاسد له مخالفو ياغيانو دغه ښار ونيو.

ورته مطالب