د بلې مصرۍ نڅاګره
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بلې مصرۍ نڅاګره

انجي الشاذلي يوه مصرۍ ده، چې له بلې نڅا سره یې خورا زياته مينه ده. دا پړونی پر سروي او هېڅکله یې خپل حجاب نه دی پرېښی، او نه یې هم پړونی د دې خنډ شوی چې د بالرينا مسلکي نڅاګره شي.

دا د هر ډول ټولنيزو ستونزو پر وړاندې ننګونه کې د پلازمېنه قاهرې بېلابېلو برخو ته ځي، او د خپلې نڅا هنر وړاندې کوي.

دا وايي پر ټولنيزو رسنيو له يو شمېر نيوکو سره مخامخ شوې ده. اوس غواړي پاريس کې د نڅا په وړاندې کولو خپل ارمان پوره کړي.

اړونده مطالب