د کوپرې غوړ 'د کوچو او وازدې په څېر ناصحتمن دي'

د انځور حقوق Magone/Getty

امریکا کې د زړه ناروغیو ماهران وايي، د کوپرې یا ناریل تېل یا غوړ دومره ناصحتمن دي لکه غویینه (د غوا، غويي، خوسي) وازده یا هم اشباع شوې وازده (هغه غوړي چې عادي حالت کې کلک یا جامد وي) او کوچ.

د امریکا زړه ټولنه په تازه سپارښتنو کې وايي، د کوپرې غوړو یا تېلو کې داسې وازده شته چې خراب ګولیسټرول (د وینې غواړ) زیاتوي.

"هره ورځ هکۍ خوړل د ماشومانو قد لوړوي"

د شيدو او ماستو نه خوړل د "هډوکو د کمزورۍ" سبب کېدی شي

د کوپرې غوړ په دودیز ډول د ګټورو غوړو په ډول پلورل کېږی او دعوه کېږی چې په دې تېلو کې وازده د نورو وزادو پرتله د روغتیا لپاره ګټوره ده.

خو د امریکا زړه ټولنه وايي، د دې دعوې په ملاتړ پاموړ مطالعه نشته.

کوم غوړ ګټور دی؟

په دې هکله چې کومې سپارښتنې کېږي، انسان ګډوډوي.

له څارویو یا ځناورو لکه (خوږ یا خنزیر) لاسته راغلي غوړ یا وازده روغتیا ته ضرري بلل کېږي، خو د بوټو لکه ښون یا زیتون او لمرګل غوړ ګټور بلل کېږي.

خو تر ډېره دا نظریه په دې ولاړه ده چې په دواړه ډوله غوړو کې اشباع شوي غواړ(هغه غوړ چې عادي حالت یا تودوخه کې کلک وي) څومره دي.

د انځور حقوق Rena-Marie/Getty images

ویل کېږي اشباع شوې وازه د روغتیا لپاره ضرري ده، خو ټول له دې نظریې سره جوړ نه دي.

په کومو خوړو کې چې دا وازده وي په وینه کې اېل ډي اېل ګلیسټرول زیاتوي چې شریانونو ته رسېږي او د زړه حملې خطر ډېروي.

د امریکا زړه ټولنه وايي، د کوپرې غوړو یا تېلو کې ۸۲ سلنه، کوچو کې ۶۳سلنه، غویینو غوړو کې ۵۰ سلنه او د خوګ غوړو کې ۳۹ سلنه اشباع شوې وازده وي.

له دې معلومېږي چې د نورو غوړو پرتله په کوپره کې خراب ګلیسټرول ډېر دی.

ځینې خلک فکر کوي چې د کوپرې وازده کې داسې مرکب دی چې له امله یې دا غوړ روغتیا ته ګټور دي، خو د امریکا زړه ټولنه وايي د دې دعوې د زبادولو لپاره پوره مواد نشته.

دوی وایي، کوم کسان چې له خپلو غوړو اشباع شوې وازده لرې کول غواړي، خو د بوټو غوړ دې وکاروي.

اړونده مطالب

ورته مطالب