د پورتګال اورلګېدنه کې لږ ترلږه ۶۲ تنه مړه شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پورتګال اورلګېدنه کې لږ ترلږه ۶۲ تنه مړه شوي

د پورتګال مرکزي برخه کې ځنګليز اور لږترلږه ۶۲ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي.

ډېری قربانيان خپلو ګاډو کې تر مرګه سوځېدلي وو. نژدي ۶۰۰ اور وژونکي د اور وژنې پر چارو بوخت دي، چې د شنبې له غرمې وروسته لګېدلی، او بيا په بېلابېلو خوا په چټکۍ خپور شو.