لندن کې جومات ته څېرمه پر مسلمانانو برید

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
برید کې ټپیان او یو مړ کس، ټول مسلمانان دي

د لندن شمال کې یو ګاډی جومات ته څېرمه د مسلمانانو پر یوې ډلې ورغلی چې یو کس یې وژلی او لږترلږه ۱۰ کسان یې ژوبل کړي. دغه خلک فېنزبېري پارک سيمه کې له تراويح لمانځه وتلي وو.

عیني شاهدان وايي ګاډي چلوونکي نارې وهلې چې غواړي "ټول مسلمانان ووژني ".

د بريتانيا لومړۍ وزيرې تيريزا مې ويلي بريد ترهګر او دې هېواد کې د نورو وروستيو پېښو په څېر يو کرکجن عمل و.

لومړی وزیره مې دغې سیمې ته ورغلې.

پولیس وايي، یو ۴۸ کلن مشکوک کس یې د پېښې په تور نیولی دی چې د عیني شاهدانو په وینا یې د "مسلمانانو د وژلو" ګواښ کاوه.

مېرمن مې وویل، د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې بریدګر "په یوازې سر " دې برید ته مخه کړې ده.

پېښه د یکشنبې په شپه فینزبري پارک کې یوه جومات ته څېرمه شوې چې د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او د پېښې قربانیان هم ټول مسلمان دي.

تر وړاندې د کورنيو چارو وزیرې امبر رت ویلي ول چې پولیس پېښه د " ترهګریزې پېښې " په شان څېړي.

د عبدالرحمن په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي چې د موټر چلوونکي چې غوښتل یې وتښتي ویل، " زه غواړم ټول مسلمانان ووژنم. "

د عبدالرحمن په خبره موټر چلوونکی په تېښته بریالی نه شو، ځکه دی وايي نس ته یې وواهه او ټینګ یې کړ.

دی وايي: " ما او نورو کسانو دی پر ځمکه ټینګ نیولی و تر هغه چې پولیس راغلل. "

د کارګر ګوند مشر جېریمي کوربن هم سیمې ته ورغلی، له خلکو سره یې وکتل او برید یې وغانده.

د لندن د پولیسو د مرستیال مشر معاون نېل باسو وویل، موټر هغه مهال پر کسانو وروستل شو چې د سړک غاړې ته یې له یوه کس سره لومړنۍ طبي مرسته کوله چې له بریده وروسته ومړ.

د ښاغلي باسو په وینا، دا له وخته وړاندې ده چې وویل شي دا کس دې د برید له امله مړ شوی وي.

د انځور حقوق Getty Images

په وېډیو کې ښکاري چې له پېښې وروسته خلک وېرېدلي حالت کې دي او هڅه کوي د ټپیانو ژر لاسنیوی وکړي.

د انځور حقوق PA

بریتانیا کې اسلامي شورا ویلي، یوه لارۍ پر لمونځ کوونکو په "لوی لاس" وروستل شوې ده، چې په وینا یې "د پېښې قربانیانو ته دعا کوو."

عیني شاهدانو ویلي، دا سیمه ډېره له ګڼې ګوڼې ډکه وه، ځکه چې لمونځ کوونکي د وتلو په حال کې وو.

د انځور حقوق PA
د انځور حقوق Reuters

یوې ښځې ویلي، په سیمه کې یې چیغې واورېدې او ځینو کسانو ویل لارۍ پر پلي کسانو وروستل شوه.

دغې ښځې بي بي سي ته وویل: "یوه سپینه لارۍ د فینزبري پارک جومات بهر وه او ښکارېده چې له لمانځه وروسته له جومات بهر پر لمونځ کوونکو وروستل شوې."

دا وايي هلته یې امبولانسونه، د اوروژنې ګاډي او پولیس ولیدل.

د انځور حقوق Reuters

پولیسو په ځايي وخت د شپې ۱۲:۲۰ بجې وویل دوی ته خبر ورغی چې سیمې ته د بېړنیو مرستو ډله استول شوې ده.

د لندن د امبولانسونو د خدمتونو برخې ویاند ویلي: "د پېښې سیمې ته مو ځینې امبولانسونه واستول."

اړونده مطالب

ورته مطالب