د ایران سپاه پاسدران سوریه کې پر 'ترهګرو' توغندیز برید کړی

توغندی د انځور حقوق TASNIMNEWS
Image caption سپاه پاسداران وايي برید یې ایران کې پر پارلمان او د خمیني پر مزار د وروستي برید د غچ لپاره کړی.

د ایران سپاه پاسدارن وايي، د سوریي ختیځ ته په دیر الزور کې یې پر "تکفیري ترهګرو" توغندیز برید وکړ.

د دې ادارې په بیان کې راغلي، د یکشنبې ورځې برید "د جنایتکارو ترهګرو د تنبیه" او د اسلامي شورا (د ایران پارلمان) پر یوه ودانۍ او د ایت الله خمیني پر مزار د دوی د وروستي برید د غچ اخیستلو لپاره و.

په تهران کې له هغه کمساري برید وروسته- چې ۱۸ کسان پکې ووژل شول- اسلامي دولت یا داعش پورې تړلي اعماق خبري اژانس د هغو ایرانیو بریدګرو ویډیو خپره کړه چې دا برید یې کړی و.

ایران: د تهران بریدونو طراح "بهر کې ووژل شو"

تهران کې داعش برید پر افغانستان څه اغېز لرلی شي؟

ایران: سعودي او امریکا د تهران بریدونو مسوول دي

د سپاه پاسدارن په خبره، په دې عملیاتو کې "له ځمکې ځمکې ته یو شمېر منځ واټنه توغندي" په کرمانشا او کوردستان ولایتونو کې د سپاه د هوايي ځواکونو له توغندیزو اډو سوریې ته وتوغول شول.

فارس خبري اژانس رپوټ کړې چې یو ذوالفقار توغندی هم په توغول شویو راکټونو کې راځي چې ۷۰۰ کیلومتره تللی شي.

سپاه پاسدارن دا هم وايي، په دې توغندیز برید کې یې ډېر هغه کسان وژلي چې دا اداره یې "تکفیري ترهګر" بولي او د هغوی وسلې، مهمات او وسایل یې له منځه وړلي دي.

په بیان کې زیاته شوې دغه برید "ترهګرو" او "د هغوی سیمه ییزو او له سیمې ها خوا" ملاتړو ته خبرداری و چې بیا "د ایران د ملت پرضد شیطاني او پلیتې هڅې" ونه کړي.

د انځور حقوق Google Map

ولې دیرالزور په نښه شو؟

د ایران او عراق له اته کلنې جګړې وروسته دا په سیمه کې د ایران لومړنی توغندیز برید دی.

سپاه ته نږدې تسنیم خبري اژانس د توغندیو د توغېدلو ویډیو خپره کړې او لیکلي دي چې "ټول" توغندي په خپلو نښو ولګېدل.

دغه خبري اژانس دا هم لیکلي چې ولې دیر الزور سیمه په نښه شو:

"په حلب کې له سختې ماتې وروسته ترهګرو د سوریې شمال ختیځ کې ډېره مهمه اډه له لاسه ور کړه او ډېر ترهګر د سوریې ختیځ دیر الزور او د هغه شاوخوا سیمو ته لاړل. همدارنګه ډېر هغه ترهګر هم په دغه سیمه کې دي چې د عراق موصل کې یې ماته خوړلې او سوریې ته تښتېدلي دي".

"په دیرالزور کې د ترهګرو د مهمې برخې په ټولېدلو سره د دوی د قومندې، ملاتړ او عملیاتو مرکز هم په دغه ولایت کې دی".

د خامنه يي خبرداری

د دې برید په تړاو د سپاه پاسدران د بیان له خپرېدلو څو ګړۍ مخکې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي "د حرم دفاعیانو او سرحدي شهیدانو د کورنیو" په غونډه کې وویل، "ټول باید پوی شي چې اسلامي ایران په بشپړ ځواک ولاړ دی".

په دغه وینا کې چې خپور شوی متن یې لنډ وخت وروسته بدل کړل شو د ایران مشر خبرداری ور کړی و:

"دوښمنان، مخلص ملګري او هغه ملګري چې ځینې وخت یې زړه رپېږي ټول باید وپوهېږي چې اسلامي ایران کلک او په بشپړ ځواک سره ولاړ دی، دوښمنان پر څپړه د ایران ملت نشي وهلی، بلکې ملت هغوی پر څپړه وهي".

د سوریې چورلکه غورځول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې حکومتي ځواکونه دا برید غندي او زیاتوي چې دا پېښه د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره "خطرناکې پایلې" لري.

په ورته مهال سوریه کې د امریکا په مشرۍ ټلواله وايي د دغه هېواد په رقه ولایت کې یې د حکومتي ځواکونو( د بشار اسد حکومت) الوتکه غورځولې ده.

د سوریې دولتي تلوېزون هم د دغه هېواد د پوځ له خولې وايي، د یکشنبې په ورځ دا الوتکه د اسلامي دولت ډلې پرضد عملیاتو بوخته وه چې له برید سره مخ شوه او وغورځېدله.

د سوریې حکومتي ځواکونه دا برید غندي او زیاتوي چې دا پېښه د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره "خطرناکې پایلې" لري.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت د الوتکې غورځول منلي او ویلي یې دي د سوریې د رژیم الوتکه یې له هغه وروسته وویشتله، چې د دغه هېواد ملاتړ لرونکو جنګیالو سره نږدې یې بمونه وغورځول.

په تېرو اونیو کې دوه ځلې امریکا د بشار اسد ملاتړي ځواکونه له عراق او اردن سره د سوریې په پوله کې په نښه کړل.

ورته مطالب