د عکسونو البوم: د اونۍ د انځورونو غورچاڼ

د نړۍ له مختلفو سیمو د روانې اونۍ د ډېرو ځلېدونکو انځورونو د څو بېلګو غورچاڼ

د انځور حقوق Jason Hawkes
Image caption د لندن ګرینفل برج کې د چهارشنبې په ورځ ژبغړاند اور چې ۲۴ پوړه وداني یې لمبو پر سر اخیستې وه. اوس امنیتي ځواکونه په دغه پېښه کې د ۵۸ کسانو د مړینې وېره ښيي. د اور وژلو لپاره څلوېښت اور وژونکي موټر او له ۲۰۰ ډېر اور وژونکي پر دنده بوخت و.
د انځور حقوق Bax Lindhardt/EPA
Image caption د ډنمارک په کوپنهاګن کې د کوچنۍ سمندري الاهې مجسمه چې په اونۍ کې دویم ځل رنګ پر تپل شوی، ځايي چارواکي دا ګام څارویتوب بولي.
د انځور حقوق Amir Cohen/REUTERS
Image caption د اسراییل عسقلان کې خلک درې ګونیو سیالو(لامبو، څرخېدلو او له لرې ځغاستل) کې د ګډون لپاره د مدیترانې سمندرګي اوبو ته ځانونه ور غورځوي
د انځور حقوق David Gray/REUTERS
Image caption اسټرالیا له ۱۹۹۶ راهیسې لومړی ځل د ټوپک ملي بښنې بهیر پیلوي. لامل یې هم د ترهګرۍ ګواښ زیاتېدل او دغه هېواد ته د بې قانونه وسلو لېږد دی. مک رولنډټس د یوې سیمې لپاره د وسلو سمون پروژې مشر دی او پلازمېنه سیډڼي کې د هغو وسلو ډېرۍ ته ګوري چې د حکومت له خوا د پیسو بدل کې ترلاسه شوې دي.
د انځور حقوق THOMAS COEX/afp
Image caption د فلسطین غزه تراړه کې د برېښنا نشتوالي له امله ماشومان د شمعې رڼا ته کتابونه لولي.
د انځور حقوق FEDERICO PARRA/AFP
Image caption د ونزویلا پلازمېنه کراکس کې حکومت ضد لاریونوال د سترې محکمې پر اداري مرکز برید سره د ولسمشر نیکولس مدورو له واکمنۍ سره مخالفت ښيي. شمېرې ښيي چې ۸۰ سلنه خلک د هغو لارو مخالف دی چې له مخې یې ولسمشر واک چلوي ، خو پوځ له ښاغلي مدورو سره ولاړ دی.
د انځور حقوق Christian Hartmann/Reuters
Image caption رفایل نډال د اوپن فرانسې د لسم ځل اتل شو. په تېرو ۱۳ کلونو کې رفایل نډال ۹ ځلې په اوپن فرانسه کې اتل شوی و. تراوسه د ټېنېس اوسمهالو سیالیو کې بل چا داسې اتلولي نه ده ګټلې.
د انځور حقوق Charles McQuillan/Getty Images)
Image caption لیو ورډکار د چهارشنبې ورځې ټاکنو کې د ۵۷ سلنه رایو ګټلو سره د ایرلنډ لومړی وزیر شو. دغه ۳۸ کلن د ایرلنډ تر ټولو ځوان لومړی وزیر او لومړنی همجنسخوښی مشر دی.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چهارشنبې ورځې پای کې لیبیايي کبګر (ماهي نیونکي) د بن غازي سمندرغاړې سره.

اړونده مطالب