ګوادر: د پاکستان دوه سمندري ځواکونه وژل شوي

پاکستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسلوال پر ټپټپیو (موټر سیکلو) سپاره وو او له سیمې تښتېدلي دي.

د بلوچستان په ګوادر ولسوالۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو دوه پوځيان وژل شوي او درې ټپیان دي.

په ګوادر کې یو امنیتي چارواکی برکت حسین کوسه دا مرګ ژوبله مني او وايي، د وژل شویو مړي او ټپیان په چورلکه کې اول تربت، بیا له هغه ځای کراچۍ ته لېږدول شوي دي.

کوټه کې حکومتي سرچینې وايي، پر سمندري ځواکونو دا برید د ګوادر په جیوني سیمه کې شوی دی.

د بلوچستان په ګوادر کې وسله والو ۱۰ کارګر وژلي

ګوادر کې د روغتیايي اسانتیاوو ستونزه

د سمندر پر غاړه د ګوادر تږی ولس

خبریال محمد کاظم ته دغو سرچینو ویلي، دا سمندري ځواکونه په موټر کې د پېر او پلور لپاره جیوني ښار ته لاړ و، د ستنېدلو پر مهال یې پر ګاډي ډزې وشوې او له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او درې ټپیان دي.

وسلوال پر ټپټپیو (موټر سیکلو) سپاره وو او له سیمې تښتېدلي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر یا سر وزیر نواب ثناء الله زهري او ایالتي کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي دا برید غندلی او د ښکېلو کسانو د سملاسي نیولو سپارښت یې کړی دی.

بلوچ ازادیپال پوځ (بلوڅ لېبرېشن ارمي) د دې برید مسؤولیت منلی دی.

ګوادر له ایران سره پر پوله پر سمندرغاړه پروت او له اداري پلوه د مکران سترې ولسوالۍ یا ډیویژن برخه ده.

بلوچستان کې د حالاتو خرابېدلو پسې د مکران د دوو نورو ولسوالیو( کېچ او پنجګور) په څېر ګوادر کې هم پر امنیتي ځواکونو پر بریدونو سربېره د ناامنۍ نورې پېښې هم کېږي.

د مۍ پر ۱۳ د ګوادر په پشکان کې وسلوالو لس کارګر ووژل او له هغه مخکې د اپرېل پر ۲۴ د سرشمېرنې پر ډلو په برید کې هم یو امنیتي سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی و.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ګوادر کې د برېښنا نشتوالی

ورته مطالب