د داعش ضد کارېدلي ایراني توغندي څومره خطرناک دي؟

د تېرې شپې برید کې ۶ ذوالفقار توغندي وتوغول شول د انځور حقوق TASNIM
Image caption د تېرې شپې برید کې ۶ ذوالفقار توغندي وتوغول شول

سوریه کې د "داعش پر اډو" د سپاه پاسدارن په توغندیز برید پسې د سپاه ویاند رمضان شریف وویل، چې په دغه برید کې ۶ منځ واټنه بالستي توغندي، له ۶۵۰ تر ۷۰۰ کیلومترو واټن پر مختلفو موخو لګېدلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې "ځینې دا توغندي" د "ذوالفقار توغندي" له ډلې و، خو د هغو د شمېر په تړاو یې څه ونه ویل.

په ورته مهال د ایران رسنۍ وايي، چې په دغه برید کې څو "قیام" توغندي هم کارېدلي دي.

ځکه ویلی شو چې د وړمې ورځې برید کې د ذوالفقار او قیام ټول شپږ توغندي توغول شوي دي.

د ایران سپاه پاسدران سوریه کې پر 'ترهګرو' توغندیز برید کړی

ایران: د تهران بریدونو طراح "بهر کې ووژل شو"

ایران: سعودي او امریکا د تهران بریدونو مسوول دي

اټکلولی شو چې د سپاه پاسدران د ویاند په خبرو کې د ذوالفقار د اهمیت دلیل تر قیام توغندیو د هغوی نویوالی دی، قیام له ذوالفقار شپږ کاله مخکې تولید شوي دي.د داعش ضد کارېدلي ایراني توغندي څومره خطرناک دي؟

د انځور حقوق TASNIM
Image caption ذوالفقار توغندی چې په ۱۳۹۵ کال د ایران بندر عباس کې د پوځ ننداره کې وښودل شو

د ذوالفقار ځانګړنې

ایران د ۷۰۰ تر ۷۰۰ کیلومترو واټن ویشتونکی ذوالفقار توغندی "منځ واټنه" او له "رادار تښتېدونکی" بولي.

د سپاه پاسداران په خبره، دا توغندی ۸،۸۶ متره اوږده دی، ۶۱ سانتي متر قطر او ۳۴۵۰ کیلوګرامه وزن لري. کلک یا جامد سونتوکي کاروي او له غږ درې نیم چنده چټک دی.

د دې توغندي د توغولو لپاره له خوځند توغوونکې وسیلې کار اخیستل کېږي، ځکه دوښمن ته ګرانه ده چې د ذوالفقار د توغېدلو ځای او توغوونکې وسیله یې له منځه یوسي.

سپاه وايي، ذوالفقار په نښه ویشتلو کې خورا ډېره زیاته ځیرکتیا او "جمینګ ضد" ځانګړنې لري، مطلب د دوښمن هغه برېښنايي څپې کږولی شي، چې د دې توغندي د شنډولو لپاره یې کاروي.

سپاه پاسدران اول ځل د ۱۳۹۵ کال د وږي پر ۳۱ عباس بندر کې د ایران د وسلوالو ځواکونو په پرېډ کې له ذوالفقار توغندي پرده پورته کړه.

د انځور حقوق TASNIM
Image caption قیام توغندی چې په ۱۳۹۴ کال وازمویل شو

د قیام ځانګړنې

ایران وایي، قیام توغندی ۸۰۰ کیلومتره واټن وهي، " لنډ واټنه" او له "رادار تښتېدونکو" توغندیو کې یې ګڼي.

د سپاه پاسدران په خبره، دا توغندی ۱۱،۴۵ متره اوږد دی، ۸۸ سانتي متره قطر او ۶۲۸۰ کیلوګرامه وزن لري.

اوبلن سونتونکي کاروي او له غږ دوه چنده چټک دی.

د دې توغندي د توغولو لپاره هم له خوځند توغوونکې وسیلې کار اخیستل کېږي، ځکه دوښمن ته ګرانه ده چې د قیام د توغېدلو ځای او توغوونکې وسیله یې له منځه یوسي.

د سپاه د هوايي ځواکونو قومندان امیر علی حاجي زاده له تسنیم خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، قیام توغندی د دې لپاره جوړ شوی چې د ایران شاوخوا "امریکايي موخې" په نښه کړي.

د قیام یوه ځانګړنه دا ده چې وزر نه لري، له امله یې د رادار له خوا د دې توغندي د موندلو وړتیا کمېږي او په مختلفو ډولونو او ان له سمندر لاندې هم توغول کېدلی شي.

قیام توغندی اول ځل د ۱۳۸۹ کال د زمري پر ۲۹ نندارې ته وړاندې شو.

د انځور حقوق TASNIM
Image caption سپاه وايي، قیام توغندی د ایران شاوخوا کې د امریکايي اهدافو ویشتلو لپاره جوړ شوی

ورته مطالب