ایران منلې چې سعودي یې وګړي نیولي

د سعودي عربستان او ایران بیرغونه

ایران وايي، د سعودي عربستان سمندري ګارد درې ایرانیان نیولي، خو وايي نیول شوي پوځيان نه دي بلکې د کب نیونې لپاره سمندر ته تللي وو.

په ورته وخت کې سعودي عربستان د ایران د سپاه د درو غړو د نیول کېدو او د هغوی د بېړۍ د درولو خبر ورکړی چې وايي وسلې او چاودېدونکي توکي پکې بار و.

د ایران د دولت ویاند محمد باقر نوبخت د سې شنبې په ورځ (جون ۲۰مه) یوې خبري ناستې ته وویل:

"واقعیت دا دی چې ځینې ښکاریان نیول شوي او عربستان ادعا کوي چې دغه کسان ددغه هېواد اوبو ته داخل شوي وو."

خامنه اي سعودي عربستان امریکایانو ته 'پیوره غوا' بللې

ایران: که ریاض جګړه را غځوي، سعودي به هم ناامن شي

سعودي عربستان له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې

د ایران د سرحدونو د چارو عمومي مشر مجید اقابابایي ایلنا خبري اژانس ته ویلي چې نیول شوي کسان "درې کسه دي چې د بوشهر اوسېدونکي دي. هېڅ داسې دلیل نه شته چې ګني دوی نظامي کسان وو ځکه دا هغه کار کوونکي وو چې په معمولي بېړیو یې ښکار کاوه."

د فرانسې خبري اژانس تېره ورځ وویل د عربستان د اطلاعاتو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران پاسداران درې غړي یې نیولي او د هغوی بېړۍ یې هم ضبط کړې ده چې په وینا یې وسلې او چاودېدونکي توکي پکې بار وو.

دوې بېړۍ وتښتېدې

عربستان ویلي وو نیول شوې بېړۍ له هغو درو بېړیو ده چې د عربستان سمندري ځواکونو د جمعې په ورځ فارس خلیج کې تر سترګو کړې وې خو دوو بېړیو پښې سپکې کړې وې.

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ ویلي وو، د سعودي عربستان سمندري ځواکونو ظاهراً د کب نیونې یوه بېړۍ چې د اوبو څپو د سعودي اوبو ته داخله کړې وه، وڅارله، ډزې یې پرې وکړې او یو ښکاري یې وواژه.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي حالت ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي نه شته.

سعودي عربستان پر ایران تور پورې کوي چې عربستان، بحرین او یمن کې شیعه ګانو ته وسلې ورکوي او د سني حکومتونو پروړاندې یې لمسوي.

ایران بیا دا تورونه ردوي او وايي چې د شیعه ګانو ملاتړ یې سیاسي او معنوي دی.

ورته مطالب