"افغانستان د ټیسټ لوبو درجې وړ دی"

د ورځپاڼې په وینا د پنځو ورځو په دغې لوبه کې شاملیدل د کرېکټ تر ټولو لوړه درجه ده. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ورځپاڼې په وینا د پنځو ورځو په دغې لوبه کې شاملیدل د کرېکټ تر ټولو لوړه درجه ده.

بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې میل د افغان کرېکټ لوبډلې پخواني روزونکي راشد لطیف هغه خبره را اخستې چې ویلې دي افغانستان د ټسټ درجې وړ دی ځکه .په نړیوالو سیالیو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

جاپان ټایمز په هنګري کې د هغه افغان په اړه یو مطلب خپور کړی چې د انسانانو د قاچاق او قتل په تور محاکمه کیږي. په راپور کې ویل شوي چې پرون د هغه محاکمه پيل شوه. سمسور د هغو ۷۱ کډوالو د قتل په قضیه کې تورن دی چې نږدې دوه کاله وړاندې په یوه کانټینري موټر کې مړه وموندل شول.

افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ

د بشپړ غړیتوب په لار کې لوی خنډونه ختم دي

ګارډین ورځپاڼې په سوریه کې د امریکا او سوریې اختلاف په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په دغه هېواد کې ددغه دواړه هېوادونو سیالۍ خطرناک پړاو ته رسیدلې.

ورځپاڼه زیاتوي د ښکیلو خواوو ترمنځ د سولې په برخه کې د امریکا او روسیې ترمنځ سیالي اوس د جګړې د خطر تر سرحده رسیږي. ورځپاڼه زیاتوي په سوریه کې دامریکا او روسیې ترمنځ د جګړې رامنځته کیدل ښايي د دریمې نړیوالې جګړې پیلامه وي.

بلې بریتانوۍ ورځپاڼې سنډي ټایمز لیکلي وروسته له هغه چې د سعودي عربستان د امنیتي برخې مخکښ او پخواني ولي عهد محمد بن بن نایف له دندې لرې او پر ځای یې د پاچا زوی محمد وټاکل شو ، سعودي عربستان باید بریتانیا ، امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې له ترهګرۍ په جګړه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.

ورځپاڼه زیاتوي دا چې ۳۱ کلن محمد بن سلمان د محمدبن نایف پر ځای وټاکل شو داپه دې معنی ده چې هغه به شاوخوا پنځوس کاله د سعودي عربستان واک په لاس کې ولري.

ورځپاڼه وايي داسې ویل کیږي چې سلمان بن عبد العزیز هم ښايي له واکه ګوښه شي او ټولو واک خپل زوی نوي ولیعهد محمد ته پریږدي.

بلې بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې میل د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ته د ټسټ درجې ورکولو په اړه یوه مطلب کې په افغانستان کې د کرکټ تاریخ او بریاوو ته اشاره کړې ده .

ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ لوبډلې پخواني روزونکي راشد لطیف هغه خبره را اخستې چې ویلې دي افغانستان د ټسټ درجې وړ دی، دی زیاتوي افغانستان د دغې درجې وړ دی، ځکه په نړیوالو سیالیو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

لطیف ټینګار کوي چې که افغانستان ته دغه درجه ورکړل شي نو نور لوبغاړي به هم وکولی شي کرکټ میدان ته راشي. دی وايي که کرکټ نړیواله شوری افغانستان ته د ټسټ درجه ورکړي نو دا به یې د پیړۍ تر ټولو غوره پریکړه وي.دی"

اړونده مطالب

ورته مطالب