د کوټې برید کې ۱۱ کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کوټه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې چاودنې ۱۱ تنه وژلي او ۲۱ نور يې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي، د دغه برید هدف د بلوچستان د پولیسو مشر دفتر و، چې ورسره څېرمه پر څلورلاره شوی. د پولیسو د مشر له دفتر سره نژدې د پوځ چاوڼۍ ده او جناح چیک پوسټ (تلاشۍ پوسته) پرته ده.

د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې اووه پولیس سرتېري او پاتې ولسي وګړي وژل شوي دي. د بلوچستان حکومت ویاند انوار الحق کاکړ بي بي سي ته ویلي، له پوستې سره څېرمه پولیس سرتېرو دغه موټر ته د درولو اشاره وکړه، چې ورسره سم چاودنه وشوه.

د ښاغلي کاکړ په خبره له لومړیو پلټنو دغه برید ځانمرګی موټر برید ښکاري، خو په تړاو يې پلټنې روانې دي. په دې چاودنه کې د پولیسو د مشر دفتر او شاوخوا نژدو ودانیو ټولې شيشې ماتې شوې دي.

د انځور حقوق EPA

په دغه برید کې د شهاب عباسي په نامه يوه ټپي شوي پولیس سرتېري له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "زموږ سرتېري همدغه د برید موټر درولی و او دې خواته يې نه راپرېښوو، چې وروسته چاودنه وشوه".

د انځور حقوق EPA

د پولیسو د مشر دفتر د کوټې تر نورو نسبتاً خوندي سیمو کې ګڼل کېږي، خو پر همدې څلور لاره او شاوخوا يې وړاندې هم چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي. تر پخوانیو چاودنو وروسته يې د پولیسو د مشر دفتر او شاوخوا ودانیو خونديتوب نور هم کلک کړ.

د دغې پېښې مسوولیت رسنیو ته له پاکستاني طالبانو بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار قبول کړی، چې وړاندې يې په کوټه او شاوخوا سیمو کې د ورته پېښو مسوول و.

اړونده مطالب

ورته مطالب