تونس کې نجونې د شلېدلې بکارت پردې د رغولو عملیات کوي

تونسي نجونې د انځور حقوق AFP

تونس کې له پېغلو هیله کېږي چې په واده کې باکره (لاس نا خوړلې جنۍ) وي. له دې امله په دغه هېواد کې د بکارت پردې د عملیاتو (هایمنو پلاسټي) کاروبار په زور کې روان دی.

یاسمین (بدل نوم) سرګردانه ښکاري. نوکان زويي او بیا بیا ملفون (موبایل ټلېفون) ته ګوري.

هغه وايي: "زه دا درد پېژنم ځکه اندېښمنه یم".

موږ د تونس په یوه خصوصي کلېنیک کې یو، زموږ شاوخوا ګلابي انتظارځي کې نورې څو نجونې هم شته. هره یوه د خپل ځان لپاره انتظار باسي.

عدلي طب: د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ پاک لمنې ده

د ''اسلامي دولت'' تر سیوري لاندې ښځو ته د ژوند لارښود

یاسمین وايي، ځکه د بکارت پردې عملیات کوي، چې د لنډ وخت لپاره یې دا پرده بیا ورغېږي.

۲۸ کلنه یاسمین دوه میاشتې مخکې کوزده شوې او وېرېږي هسې نه خاوند ته یې پته ولګي چې نجلۍ نه ده (باکره).

د معلوماتو له مخې تونس کې څو نجونې له واده وروسته سملاسي ځکه طلاقې شوې چې خوسرګانې یې فکر کاوه، باکرې نه دي.

یاسمین ازادخیاله کورنۍ کې زېږېدلې، څو کلونه یې له هېواد بهر تېر کړي، له څو میاشتو راهیسې د بکارت پردې د بیا رغولو عملیاتو ته پیسې ټولوي او د دا کار له کورنۍ او خپل کوزدن (مېړه) پټ کوي.

د یاسمین عملیاتونکي (ګاینوکالوجېسټ) وايي، په منځني ډول اونۍ کې دا ډول دوه عملیات کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یاسمین عملیاتونکي (ګاینوکالوجېسټ) ته راشد وایو، هغه وايی، په منځني ډول اونۍ کې دا ډول دوه عملیات کوي.

راشد وايي، ده ته ورتلونکې ۹۹ سلنه نجونې وېرېږي چې که د بکارت عملیات ونه کړي، نو کورنۍ او خپلوانو کې به بدنامه شي.

خو پر جنسي اړیکو سربېره د بکارت پردې د شلېدلو نورې وجې هم شته، لکه لوی ټوپ اچول، ترپکې وهل، یا له واده مخکې له کوزدن سره جنسي اړیکې.

راشد وايي: "ګاینوکالوجېسټ دا پرده رغوي، دا اسانه خبره نه ده، ځینې ډاکټران دا کار نه کوي، خو زه بکارت پردې ته د سپېڅلي شي په سترګه نه ګورم".

د هغه په خبره، نرواکه ټولنه کې ځینې شیانو ته مذهبي رنګ ورکول کېږي:

"زه ځکه ځورېږم او زما پوخ باور دا راته وايي، چې د دې لامل د سړیو برلاسی دی، ځکه یې پرضد مبارزه کوم ".

د انځور حقوق AFP
Image caption زدکوونکی رضا وایي، تیونسي دودونه یواځې پر ښځو تپل کېږي

منافقت

تونس په شمالي افریقا کې د ښځو د حقونو په تړاو مخکښ هېواد بلل کېږي، خو مذهب او دود یې دا وايي، چې نجونې باید له واده مخکې باکره وي، ځکه په دې برخه کې د طلاق قانون هم د سړیو ملاتړ کوي.

ټولنپوهه سمیعه ایلومي وایي، تونسۍ ټولنه پرانیستې بلل کېږي، خو "منافقت" پکې روان دی:

"موږ د پخوانیو دودونو د پاللو داسې پړاو کې یو، چې ځان په حق ګڼل ستونزمنېږي، موږ د اوسمهالې ټولنې دعوه کوو، خو کله چې د ښځو د جنسیت خبره وي بیا اوسمهالي نه یو".

د پوهنتون محصل ۲۹ کلن هشام راتلونکی کال واده کوي.

ومې پوښت، دا ورته مهمه ده چې کوزدن یې باید باکره وي؟

هغه ځواب را کړ: "ماته دا خبره ډېره مهمه ده، که له واده وروسته پوی شوم چې هغه باکره نه ده، نو بیا کله هم پرې باور نشم کولی، زه به یې دوکه بازه وپېژنم، زه پر بکارت پرده رغولو هم باور نه لرم، زه باور نه لرم چې دا عملیات به اغېزناک وي".

خو د هغه سره نژدې ناست زدکوونکی رضا وایي، تونسي دودونه یوازې پر ښځو تپل کېږي:

"ما ته دا سوچه منافقت ښکاري، هلک که له واده مخکې هر څومره سېکس کولی شي، نو په نجونو دا تور ولې لګېږي."

اړونده مطالب

ورته مطالب