سعودي چارواکي:" پر مکې حرم د ترهګریز برید پلان شنډ شوی"

Rubble of collapsed building in Mecca. Photo: 23 June 2017 د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي د کورنیو چارو وزیر وايي بریدګر په ودانۍ کې و.

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزیر وايي، د دوی امنیتي ځواکونو پر مکه معظمه یو ترهګریز عمل شنډ کړی دی.

مکه شریفه کې چې د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلی ځای دی داسې برید بې ساری دی.

د سعودي دولتی تلویزیون وايي یوولس کسان د هغې ودانۍ په نړېدو کې ټپیان شول چې ځانمرګي بریدګر پکې ځان منفجر کړ. په ټپیانو کې پولیس هم شته.

د کورنیو چارو وزیر وویل، پنځه نور " مشکوکاورپکي " یې بندیان کړي دي.

یو کال وړاندې د چنګاښ پر ۱۵ (۵ جولای ۲۰۱۶) یو ځانمرګي په مدینه منوره ښار کې د نبوي جومات سره نژدې چاودنه وکړه.‌ برید د موټرو تمځي سره نژدې د ساتندویانو پر یوه مرکز وشو چې څلور ساتندویا ن پکېووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

د انځور حقوق Zilur Rahman
Image caption د مدینې منورې برید په اړه العربیه تلویزیون ویلي ول چې د بریدګر موخه ساتندویان وو او له دوی سره یې د روژه ماتي په پلمه ځان نژدې کړی وو.

برید د روژه ماتي په وخت کې شوی و او اوسنی برید له اختره نژدې دوه ورځې وړاندې ترسره شو.

د تېر کال د برید په اړه د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې بریدګر هغه مهال چاودنه کړې وه چې ساتندویانو نبوي جومات ته د ننوتلو په وخت کې درولی و.

د انځور حقوق Reuters

دې شپو ورځو کې په میلیونونو مسلمانان مکه معظمې کې په عبادت بوخت وي. د روژې میاشت وروستۍ شپې ورځې تر نورو ډېرې مهمې او له برکته ډکې بللې کېږي.

مکه معظمې ته مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټه ورځي او د مسجدالحرام ګرد چاپېره ۲۴ ساعته په سلګونو کسان په طواف بوخت وي.