"امريکا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر تړي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نيويارک ټايمز د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن يوې پخوانۍ وينا ته اشاره کړې چې ويلي وو، د ځانگړو استازو ساتل او په بهرنيو چارو وزارت کې سيمه ييزې څانگې به له مهارتونو بې برخې کړي

نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز وايي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هېواد د ځانگړي استازي دفتر تړي، چې يو مهال يې دغو دواړو هېوادونو په تړاو اوږدمهالې تگلارې جوړولې.

د ورځپاڼې په وينا د ولسمشر ټرمپ ادارې د بارک اوباما د واکمنۍ مهال د دغه بنسټ تړل په داسې حال کې پيل کړي چې افغان تگلارې ته بيا له سره کتنه کېږي.

په دغه دفتر کې د حکومت د لسگونو څانگو استازي په کار بوخت وو خو اوس د بهرنيو چارو وزارت مشرتابه غواړي چې د دغه وزارت د سويلي او منځنۍ آسيا له څانگې سره يې يو ځاى کړي.

ولسمشر اوباما په ٢٠٠٩ م کال کې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانگړي استازي دفتر پرانيست او وتلى ډيپلومات ريچارډ هولبروک يې مشر وټاکه.

امریکا ښايي افغانستان ته تر پنځو زرو نور سرتېري واستوي

امریکا: ایران 'نړۍ کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی'

د افغانستان نه ختمېدونکې جګړه

ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن يوې پخوانۍ وينا ته اشاره کړې چې ويلي وو، د ځانگړو استازو ساتل او په بهرنيو چارو وزارت کې سيمه ييزې څانگې به له مهارتونو بې برخې کړي.

ورځپاڼې په وينا د ولسمشر ټرمپ د ادارې دا پرېکړه د افغان تگلارې په جوړولو کې د دفاع وزارت د ستر رول او اغېز څرگندونه کوي.

خو ورځپاڼه د بهرنيو چارو وزارت په سويلي او منځنۍ آسيا څانگې کې د لوړ پوړو ډيپلوماتانو نه شتون ته اشاره کوي او وايي دا د ځانگړي استازي دفتر تړلو پرتله ډېره لويه ستونزه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption واشنګټن پوست وايي د ټولو پوځي پرېکړو واک د دفاع وزير جېمز مټېس ته سپارل شوى

واشنگټن پوست

واشنگټن پوست دې ته کتنه کړې چې امريکا دفاع وزير ته د پوځي پرېکړو واک سپارل ولې ناورين ته لار پرانيزي.

ورځپاڼه وايي په دې وروستيو کې د امريکا متحدينو ته ډاډ ورکول کېږي چې د ټولو پوځي پرېکړو واک جېمز مټېس ته سپارل شوى، پېچلي امنيتي مالومات آن ولسمشر لولي نه، نو هر څه به سم شي.

د ورځپاڼې په وينا افغانستان کې د جگړې دوام، سوريه کې راپورته شويو نويو ستونزو او شمالي کوريا سره زياتې شوې ترينگلتيا ته په پام سره د امريکا ټلوال هېوادونه هم په دې باور دي چې يوۀ مسلکي کس ته د پرېکړو واک ورکول پرځاى دي.

خو د مطلب ليکوال وايي د يوۀ پوځي ټکنوکرات له لوري د يوۀ هېواد د بهرنۍ تگلارې پر مخ وړلو چاره به له نيمگړتياو ډکه وي.

ورځپاڼه زياتوي چې بهرنۍ تگلاره د اقتصادي هغې په څېر هغه مهال بريالۍ کېداى شي چې سياسي ملاتړ ولري او سختې پرېکړې ولس هغه مهال مني چې سياسي مشروعيت يې پر ځاى وي.

ورځپاڼه وايي پوځي پرېکړې هم بايد د داسې يوې ستراتېژۍ برخه وي چې ښه ورباندې غور شوى وي، کانگرس منلې وي او نه يواځې په دفاع وزارت بلکې بهرنيو چارو وزارت او نورو ادارو کې کارپوهانو ورباندې بحث او خبرې اترې کړې وي.

د انځور حقوق Getty Images

گارډين:

گارډين وايي د سعودي په مشرۍ له څلورو عربو هېوادونو سره د قطر د ډيپلوماتيک کړکېچ برخليک د دغو هېوادونو غوښتو ته د قطري چارواکو پر ځواب ويلو تړلى دى.

سعودي او ملگرو يې قطر ته د غوښتنو يو لړ ليک سپارلى چې مهم هغه يې د الجزيرې ټلويزيون تړل، له ايران سره د خپلې راشه درشې کچې کمول او په هغه هېواد کې د ترکيې د پوځي اډې تړل دي. دوى قطري حکومت ته د ځواب ويلو لپاره لس ورځې وخت ورکړى.

د عربي اماراتو بهرنيو چارو وزير ورځپاڼې ته ويلي په قطر کې د رژيم د نړولو تکل نه لري.

ورته مطالب