جنوبي امریکا او اسمانڅکالی د وایروس لېږدونې راتلونکې سرچینې

اسمانځکلي د انځور حقوق Getty Images

په وروستیو لسیزو کې ډېر پېژندل او لږ پېژندل شوي وایروسونه چې ناڅاپه خپاره او له ډېرو خلکو یې ژوند اخیستی، له تی لرونکیو ژویو انسانانو ته لېږدېدلي دي.

د بېلګې په ډول، ایډز انسانانو ته له شمپانزي (بېزوګانو)، سارز له سیوېټ نومو پيشوګانو او ایبولا له اسمانڅکالي (شوپرک) څخه ورلېږدېدلی دی.

شونې ده پوه شوو، کوم تی لرونکی، انسانانو ته وایروس لېږدولی شي او کوم وایروسونه له یوه تي لرونکي بل ته لېږدېدونکي دي.

د پوهانو یوې ډلې دې پوښتنو ته د ځواب او په راتلونکي کې د ورته وایرسونو د ځای او لېږدوونکي ژوي په نښه کولو لپاره هڅه کړې د ژویو او سیمو نړیواله نقشه چمتو کړي.

پوهانو هڅه کړې د تي لرونکو په اړه شته معلومات راټول کړي، خو دا چاره اسانه نه وه.

د ځینو ژویو په اړه هر اړخیزې څېړنې شوي او په اړه یې معلومات شته، خو یو شمېر نور یې بیا بېخي ارزول شوي نه دي.

د افریقا په لویه وچه کې د تي لرونکو ژویو او وایروسونو په اړه لږ معلومات شته چې له امله یې پوهان اړ شوي، د یادو سیمو د وایروسونو او تي لرونکو په اړه له اټکله کار واخلي.

له تي لرونکو انسان ته د وایروس د لېږد شونتیا ته په پام د نړۍ نقشه:

  • ټول تي لرونکي
  • غوښه خوړونکي
  • اسمانڅکالي
  • شمپانزي (بیزو)
  • ژووونکي

د نړۍ په چمتو شوې نقشه کې ډېرې سرې او ژیړې کرښې په افریقا یا په جنوبي امریکا کې دي.

د انځور حقوق ECOHEALTH ALLIANCE
Image caption تي لرونکي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې انسانانو ته د وايروس لېږدولی شي

دوی د تي لرونکو ژویو ۷۵۴ ډولونه چې د ټولو ژویو ۱۴سلنه جوړوي او همدارنګه د تي لرونکو ټول پېژندل شوي وایرسونه چې شمېر یې (۵۸۶) ته رسېږي، تر ارزونې لاندې نیولي دي.

د ۵۸۶ وایروسونو له ډلې ۲۶۳ یې د انسان اړوند دي چې دا بیا پخپله ۷۵ د انسانانو ځانګړي او ۱۸۸ یې هغه دي چې د انسان او یوه تي لرونکي ترمنځ شریک دي.

دغه څېړنه چې په نیچر مجله کې خپره شوې، ښکاروي چې د نړۍ پر مخ هغه سیمه چې له یوه تي لرونکي په کې بل ته د وایروس لېږدېدو چانس زیات دی، جنوبي امریکا ده.

او د تي لرونکو ژویو په ډله کې اسمانڅکالی تر نورو ژویو ډېر انسانانو ته وایروس لېږدولی شي، چې وروستۍ بېلګه يې د دغه ژوي له لارې انساناتو ته د اېبولا وایروس لېږدېدنه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له بېلابېلو تي ښکار شويو تي لرونکو څخه وايروس انسانانو ته انتقالېږي

څېړونکو ویلي، په هر ډول اسمانڅکالي کې ۱۷ او په هر شمپانزي کې ۱۰ ډوله وایروسونه شته.

د شمپانزي، اسمانڅکالی او پيشو غوښو خرڅلاو چې د افریقا په شنو فصلونو کې ښکار شوي، له دغو ژویو انسانانو ته د وایروسونو د لېږد عمده لار ده.

د څېړندلې یوه برخه وال ډاکټر کوین اولیوال، د یادې څېړنې په اړه بي بي سي ته ویلي "د څېړنې موخه دا ده چې نوې ناروغۍ پر طبیعت د انسانانو د کار لرلو له امله دي. زما ځواب دا دی چې باید پر طبیعت د انسانانو اغېز کم شي. د ژویو له ښکاره او د هغوی د اوسېدو ځای ته له تګ را تګ څخه ډډه وشي".

د دغو څېړونکو راتلونکی کار د هغو وایروسونو پلټنه ده چې له الوتونکو انسانانو ته کډه کوي لکه د مرغانو د انفلوینزا ناروغي او نور .