سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

اختر د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږکال د روژې په میاشت کې په اسلامي هېوادونو او همدارنګه لوېدیځ کې، په سلګونو مسلمانان ترهګریزو بریدونو او پېښو کې ووژل شول.

عربي رسنۍ وايي چې په سعودي عربستان کې میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سره له دې چې سږ کال د روژې میاشت دېرش ورځې بشپړې نه کړې خو سبا د چنګاښ څلورمه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه.

تر سعودي عربستان وړاندې سپوږمۍ د سوېلي اسیا په هېوادونو کې لیدل شوې وه او سبا ته یې د اختر د لومړۍ ورځې شونتیا ډېره کړې وه.

د افغانستان، قطر، متحده عربي امارات، بحرين، کويت، اندونيزيا، ماليزيا، برتانیا، د امریکا متحده ایالتونه، اسټراليا، چين، جاپان، ترکیه، منځنۍ اسیا او د بلقان يو شمېر هېوادونو په ګډون، د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې اختر سعودي عربستان سره پر یوه ورځ لمانځل کېږي خو پاکستان او لږ شمېر نورو هېوادونو کې توپیر لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اندونیزیا یو له هغو هېوادونو دی چې سپوږمۍ په کې تر سعودي عربستان وړاندې لیدل کېږي.

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر درې ورځې رسمي رخصتي وي، خو په غیر اسلامي کې مسلمانان باید وار له مخې له کار شخصي رخصتي واخلي.

خو دا چې سبا یکشنبه ده او لوېدیځه نړۍ کې هم د اوونۍ د پای رخصتي ده، نو پر دې ورځ اختر کېدل ډېرو مسلمانانو ته موقه ورکوي چې خپل مذهبي او دودیز مراسم په اسانۍ پر ځای کړي.

سږکال د روژې په میاشت کې په اسلامي هېوادونو او همدارنګه لوېدیځ کې، په سلګونو مسلمانان ترهګریزو بریدونو او پېښو کې ووژل شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګڼو خلکو پر ټولنیزو شبکو جګړو کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې لږ تر لږه دې د اختر په شپو ورځو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

افغانستان کې د روژې په میاشت کې په خوست، کابل، هرات، ننګرهار، هلمند، پکتیا او نورو ولایتونو کې په سلګونو کسان مړه او ټپیان شول.

د ډیورنډ له کرښې بلې غاړې ته هم په همدغو شپو ورځو کې په پښتونخوا او کرمه اېجنسۍ کې لسګونو کسانو چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

لندن کې هم په وروستیو پېښو کې مسلمانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو پر مکه معظمه یو ترهګریز عمل پرون شنډ کړ.

پرون د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو پر مکه معظمه یو ترهګریز عمل شنډ کړ چې ځانمرګی بریدګړ مجبور شو د مکې په ښار کې په یوې ودانۍ کې ځان والوزوي.

په داسې حال کې چې سبا اختر دی لږ تر لږه په درې اسلامي هېوادونو عراق، سوریه او افغانستان کې جګړې روانې دي.

ګڼو خلکو پر ټولنیزو شبکو جګړو کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې لږ تر لږه دې د اختر په شپو ورځو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.