عالیه بټ: له پاکستاني پوځي سره د واده په رول کې

عالیہ بھٹ د انځور حقوق Spice
Image caption په دې فلم کې د داسې جاسوس د کیسې ویلو هڅه کېږي

فلم جوړونکي کرن جوهر د راضي په نوم د نوي فلم اعلان کړی.

د بالیووډ هنرمنده عالیه بټ په راضي فلم کې د داسې کشمیرۍ نجلۍ رول لري، چې له پاکستاني پوځي سره واده کوي.

د بالیووډ د وتلي ستوري ګلزار د لور میګنا ګلزار په لارښوونه (ډایریکټرۍ) دا فلم جوړ شوی او پر یوه جاسوسي ډرامه ولاړ دی.

د پاکستان د پوځي افسر رول هم وکي کشال لوبولي چې په فلم کې له عالیه سره واده کوي.

دا فلم د هرندر سکه د ناول کالنګ سمت له مخې جوړ شوی او ځنګلي پکچرز او درما پروډکش په ګډه تولید کړی دی.

په دې فلم کې د داسې جاسوس د کیسې ویلو هڅه کېږي چې خپل او د خپلې ټولې کورنۍ ژوند د خپل هېواد خدمت ته ځانګړی کوي او له دې لارې غواړي ټول خلک د امن ژوند ولري.

کشال خپل ټوېټر کې د دې فېلم په تړاو خوشالي ښودلې او ده ته د رول ور کولو له امله یې د کرن جوهر مننه کړې ده. کشال وايي په دې فلم کې له عالیه په څېر وتلې ستورې سره کار کول ستره لاسته راوړنه ده.

هغه لیکلي دي "د راضي برخه کېدل د ویاړ خبره ده، له تاسو ډېره مننه".

عالیه بټ هم په دې برخه کې د کرن جوهر هغه ټوېټ بیا خپور کړی، چې پکې د دې فلم په هکله خبرې شوې دی. نوموړي لیکلي چې د فلم لیدو ته بې صبره ده.

د انځور حقوق Spice
Image caption عالیه بټ هم په دې برخه کې د کرن جوهر هغه ټوېټ بیا خپور کړی، چې پکې د دې فلم په هکله خبرې شوې

اړونده مطالب