"امریکا باید په افغانستان کې څرګنده سټراتیژي ولري"

ډېلي مېل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه لیکي افغانستان ته د نورو سرتېرو استول د طالبانو د وروستیو فعالیتونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنې په معنا دی چې د ناټو غړي هېوادونه یې لري.

برتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې د ځینو اروپايي ډیپلوماتانو په حواله ویلي چې په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیران به خپل امریکايي سیال جیم متیس ته ووايي چې دوی په افغانستان کې د ناټو له ماموریت سره مرسته کوي خو په دې شرط چې امریکا په افغانستان کې واضحه ستراتیژي ولري.

ورځپاڼه لیکي افغانستان ته د نورو سرتېرو استول د طالبانو د وروستیو فعالیتونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنې په معنا دی چې د ناټو غړي هېوادونه یې لري.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې اروپايي ډیپلوماتان په دې نظر دي چې هر څه د افغانستان په اړه د امریکا نوې کړنلارې ته منتظر دي، ځکه دوی وايي د ناټو ډېر غړي هېوادونه امریکا پورې تړاو لري، او د دې یو دلیل دا دی چې د دغو هېوادونو ځواکونه د امریکايي ځواکونو د امکاناتو پرمټ د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پرمخ وړي.

ورځپاڼه په خپل راپور کې زیاتوي چې ځینې ډیپلوماتان له دې امله اندېښمن دي چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې کړنلارې ټاکل څو میاشتې وخت ونیو.

دوی زیاتوي امریکا څو ځله ژمنه وکړه چې خپله کړنلاره به په ډاګه کړي، لومړی په تېر مې میاشت کې په بروکسل کې د ناټو له سرمشریزې وړاندې او بیا له نننۍ غونډې وړاندې ژمنه شوې وه چې امریکا به خپله ستراتیژي په ډاګه کوي.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګڼ شمېر افغان ژباړونکي اوس هم له ګواښونو سره مخامخ دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمیټې پرېکړه کړې چې هغه افغانانو ته دې څلور زره نورې ویزې ورکړل شي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او اوس یې په افغانستان کې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

ورځپاڼه د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمیټې د امریکا دفاعي بودیجه هم تصویب کړه چې اوه سوه میلیارده ډالرو ته رسېږي.

نیویارک ټایمز

داعش د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسلامي دولت نومې ډلې تمرکز ډېر پر ننګرهار ولایت دی.

بلې امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان په شمال کې د نا امنیو په اړه یوه راپور کې د چارواکو په حواله لیکلي چې اسلامي دولت نومې ډلې په ځینو شمالي سیمو کې د مخکنیو طالب وسله والو په مرسته ځینې سیمي نیولې دي.

په راپور کې د جوزجان د درزآب ولسوالۍ مثال ورکړل شوی چې ادعا کوي اسلامي دولت ډلې ته منسوبو وسله والو لږ تر لږه لس دولت پلوي سرتېري ووژل او د دغې ډلې د وسله والو له خوا د روغتون د نیولو له امله پنځلس ناروغان مړه شول.

په راپور کې ویل شوي چې اسلامي دولت ډلې دا هر څه د مخکنیو طالبانو په مرسته کړي چې په دې وروستیو کې له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.

پاکستان ټوډې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند د لومړي وزیر نرېندرا موډي تود هرکلی وکړ.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، پاکستان وايي د مودی او ټرمپ لیدنه له سولې سره مرسته نه شي کولی.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې هغه برخه را اخیستې چې وايي له امریکا د نریندرا مودي د لیدنې په پای کې صادره شوې ګډه اعلامیه په سویلي آسیا کې له ستراتیژیک ټیکاو او سولې سره مرسته نه شي کولی بلکې ترینګلی وضعیت لا پسې کړکېچن کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د کشمیر مساله په حقه بولي او د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د کشمیریانو د وسله والې مبارزې ملاتړ کوي.