سرحدي کشاله: چین د هند د ۳۰۰ زیارتوالو مخه ونیوله

سکم د انځور حقوق AFP

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امنیتي اندېښنو له امله یې دغه هېواد ته د ۳۰۰ هندوانو او بودایي زیارتوالو د تګ مخه نیولې ده.

د بېجینګ دا ګام له هغه وروسته دی چې وایي، د هند پوله ساتي په تبت او سیکم سیمو کې ور ننوتلي دي.

لو کانګ خبرغونډې ته دا هم وویل، چې راتلونکو څو اونیو کې به پر هندوانو او بودایانو زیارتوالو د بندیز خبره د سفارت له لارې له نوي ډېلي سره شریکه کړي.

"امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې پر پاکستان فشار زیاتوي"

چین او هند له شخړمنې هیمالیا پوځيان وباسي

له بلې خوا هند د چین د لګېدلو تورونو په هکله څه نه دي ویلي، خو هندي رسنۍ وايي، د نوي ډېلي چارواکو په مهمه غونډه کې د سیکم حالت وارځاوه.

د چین او هند سرحدي سیمه نتو دره داسې ځای دی چې هندوان او بودایان د زیارت لپاره ورځي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ۱۹۶۷ کال پر دغه سیمه جګړه وشوه او له هغه وروسته هم پکې کله کله تاوتریخوالی کېږي.

د انځور حقوق AFP

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبر غونډې ته وویل، چین دا خبره هند ته کړې، چې بېجینګ له نوي ډېلي سره ښه اړیکي غواړي، خو د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ګټو ساتل هم غواړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې لو کانګ وویل، چې سیکم کې د چین او هند ترمنځ پوله ټاکل شوې ده.

"د برتانیا او چین ترمنځ پر ۱۸۹۰ کال د تړون له مخې د سیکم او تبت پوله ټاکل شوې، بېجینګ او نوی ډېلی هم دا پوله منِ، د دې خبرې ثبوت د هند له مشرانو، د هند له حکومتی سندونو او د هند له هغه ځانګړي پلاوي ترلاسه کېږی چې د پولې ټاکلو لپاره چین ته راغلی و".

د نوموړي په خبره، هند ته پکار دي د دې سندونو درناوی وکړي او دا یې نړیوال مسوولیت هم دی.

د هند مهمه ناسته

د هند دولتي خبري اژانس (پرېس ټرسټ اف انډیا) وايي، د چین له تورونو وروسته نوي ډېلي د سیکم د حالت ارځولو لپاره مهمه ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د پوځ، د هندو تبتي سرحدي پولیسو او کورنیو چارو وزارت استازي وو.

د هند او چین ترمنځ ۳۴۸۸ کیلومتره ګډه پوله شته چې سیکم کې هم ۲۲۰ کیلومتره اوږده غځېدلې ده.

د هند د کورنیو چارو وزارت معین راجیو مهریشي وايي، چېن ۱۰۰ زیارتوال له پولې ستانه کړي، چې ویزې هم ور سره وې.

دا رسنۍ د هندي چارواکو له خولې وايي، په سیکم کې چین یوه بله جبهه پرانیستل غواړی.

دوی زیاتوي، بېجینګ په جمو او کشمیر، اترکنډ او ارون چل پردېش کې څو ځلې ټېری کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب