م م: د رقه ښار یوه میاشتنۍ جګړه کې ۱۷۳ کسان وژل شوي

حلب د انځور حقوق AFP
Image caption هوايي بریدونو د سوریې ښارونه پر کنډوالو بدل کړي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر رعد الحسین وايي، تیره یوه میاشت کې یواځې د سوریې په رقه ښار کې یو سل او درې اویا ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو ویل کیږي چې د ملګرو ملتونو له خوا په دې اړه ورکړل شوې شمیره ډیره ټیټه ده او په رقه کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله د وژل شويو ولسي وګړو اصلي شمیر ښايي له دې ډیر زیات وي.

د امریکا په مشرۍ له اسلامي دولت نومې ډلې د رقه ښار د نیولو جګړه ډیره سخته ښودل شوې ده.

امریکا په سوریه کې 'ایران جوړه' بې پیلوټه الوتکه غورځولې

ځايي ځمکني ځواکونه هم د دغه ایتلاف یوه برخه ده، خو ملګرو ملتونو خبر داری ورکړی چې په رقه کې د چټک پوځي بریالیتوب لپاره باید ولس قرباني نه شي.

د انساني حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر رعد الحسین ویلي اسلامي دولت ډلې رقه ښار کې شاوخوا سل زره کسان برمته کړي .

دی زیاتوي پرله پسې هوايي بریدونو خلک حیران کړي چې کوم لوري ته مخه کړي.

بل لورته اسرایيلي ځواکونو د دریمې پرله پسې ورځې لپاره د سوریې پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي.

دغه بریدونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې د سوریې له خاورې د اسراییلو له خوا پر نیول شوې ګولان سیمه شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بل لورته اسرایيلي ځواکونو د دریمې پرله پسې ورځې لپاره د سوریې پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي.

د دې لړۍ وروستی ځوابي برید پرون و چې اسراییلي ځواکونو پر ګولان د هاوان د یوې مرمۍ د لګیدلو په ځواب کې وکړ.

په تیر کې هم څو ځله د سوریې په روانه جګړه کې اسراییلي ځواکونو د سوریې پر خاوره بریدونه کړي دي، خو په دغه جګړه کې یې له ډیرې ښکیلتیا ډډه کړې ده .

اسراییلو د جولان لوړې څوکې د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې ونیولې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د سوریې په شمال کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د رقې د زاړه ښار څو کیلو مترۍ ته ور نژدې شوي دي چې له اسلامي دولت نومې ډلې یې ونیسي.

ورته مطالب