ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

گائے ماسک پہنے خاتون د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

د هند یوه فوټوګرافي پروژه کې ښځو ته د غوا څېرې په اچولو سره دا پوښتل کېږي چې ایا په هند کې د ښځو اهمیت له څارویو کم دی؟

په ډېلي کې ۲۳ کلن فوټوګرافر سوجاترو ګوش د انځورونو دا لړۍ هند کې مشهوره شوې، خو هندو ملتپال بد رد ورته وايي.

نجلۍ پر یوټیوب شهرت لپاره خپل مین وژلی

هند کې ښځې د 'جنسي تېري کوونکي' تناسلي اله غوڅه کړې

هند کې ولې ښځې بزګرۍ ته مخه کوي؟

هغه بي بي سي ته ویلي، په دې خواشینی دی چې په هېواد کې یې څاري له ښځو ډېر اهمیت لري:

"ځکه ډېر هندوان یې سپېڅلی څیز بولي، خو مقابل کې د هغو ښځو لپاره په عدالت غوښتلو کې ډېر ځنډ کېږي چې له جنسي تېري سره مخ شوې وي".

د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

د ښځو ضد تاوتریخوالي او جرمونو کې هند تر ډېره د خبرونو سر ټکی وي.

د حکومتي شمېرو له مخې هرو ۱۵ دقیقیو کې پر یوه ښځه جنسي تېری کېږي.

د ګوش په خبره، په دا ډول مسلو کې د عدالت لپاره ډېر کلونه دوسیه چلېږي:

"د دي اپوټه که څوک غوا حلاله کړي، نو توندلاري هندوان سملاسي شکمن کسان وژني یا له وهلو وژل کېږي".

هغه زیاتوي چې د فوټوګرافۍ دا پروژه یې د غوا پلوه ډلو خلاف اعتراض دی چې د بي جي پي ګوند او د اوسني لومړي وزیر نرېندر مودي واکمنېدلو سره نور هم پیاوړي شوي دي.

د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

سوجاترو ګوش وايي، په دادري کې د محمد اخلاق د وژنې په څېر پر نورو مسلمانانو د غوا پلویانو له خوا بریدونو ډېر اندېښمن کړی دی.

هند کې نن سبا پر غوا خبرې لویه جنجالي مسله جوړه شوې ده.

بي جی پي وايي، غوا سپېڅلی څاروی دی، پر حلالولو یې بندیز لګول غواړي.

۱۰۰ ښځې: د هند مهاراشترا کې بې نومه نجونې

د مېړه ډبولو لپاره ناوې ته د لرګي بېټ ډالۍ

هند کې د جوړې بربنډولو پېښه کې ۱۸ کسان نیول شوي

په ځینې ایالتونو کې دا بندیز لګېدلی او نورو کې پرې پر حلالو قوانین سخت شوي دي.

خو مسلمانان، عیسویان او نورو سیمو کې غویینه غوښه خوړل کېږي، چې له امله یې توندلاري هندوان پر دوی بریدونه کوي.

د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

تېر دوه کلونه د غوا خوندیتوب په نوم له شلو ډېر کسان وژل شوي، توندلارو هندوانو دا ډول ډېرې وژنې هم د شک او اوازې له امله کړې دي.

عکاس ګوش د کلکتې دی، خو ډېلي ته له تللو وروسته یې دا هڅه پیل کړې ده.

هند کې ۱۲ سړيو پر يوې ښځې جنسي تېری کړی

هغه وايي، دا پروژه د ورته بریدونو خلاف چوپه خوله اعتراض دی او ډېر خلک به اغېزمن کړي.

د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

د سږکال لومړیو کې نوموړی نیویارک ته لاړ و، له هغه ځای یې د غواوو څېرې راوړې او انځور اخیستل یې پیل کړيل، دا چې ښځې هر ځای اسانه په نښه کېږي، ځکه یې د انځور اخیستلو لپاره د مختلفو سیمو جلا جلا ځایونه غوره کړي دي.

هغه وايي، د هر ډول اند لرونکو ښځو انځور اخلي:

"دا چې ډېلی د سیاسي، مذهبي او نورو اړخونو له پلوه یوه زانګو ده، نو پیل مې له دې ښار وکړ".

نوموړی وايي اول انځور یې له هند دروازې(انډیا ګېټ) سره اخیستی چې ډېر سیلانیان ورځي:

" یو انځور د صدارتي ماڼۍ مخ ته اخیستل وی، یو بل هم کلکته کې اخیستل شوی چې یوه ښځه په بېړۍ کې سپره ده"

د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

دوه اونۍ وړاندې چې هغه دا پروژه په انسټاګرام کې خپره کړه، ډېر هرکلی یې وشو.

خو کله چې هندۍ رسنیو لیکنې پر پیل کړ او فیسبوک او نورو خواله رسنیو کې شریکه شوه، نو هندو ملتپالو په خواله رسنیو کې سختې نیوکې پر وکړې.

د انځور حقوق SUJATRO GHOSH

ګوش وايي، ځینې خلکو پر ټوېټر اختارونه هم ور کړل:

"یو کس لیکلي و، د یو لوی جومات مخ ته به دې حلال کړم، غوښه به دې ښځو، خبریالانو او لیکوالو ته ور وښیم، هغه ویل زما مور به زما د مړي سر ته په ژړا وویني".

ځینې خلکو د ډېلي پولیسو ته له نوموړي شکایت کړی چې جنجال جوړول غواړي، ځکه باید ونیول شي.

خو ګوش اندښمن نه دی او وايي، له دې لارې پر واکمن ګوند بي جي پي تبصره کول غواړي:

"زه سیاسي بیان ور کول غواړم، ځکه دا موضوع هم سیاسي ده"

هغه زیاتوي چې له خبرداري ډار نه لري او خپل کار به روان ساتي.

اړونده مطالب

ورته مطالب