امریکا ته د شپږو اسلامي هېوادونو پر وګړو د بندیز فرمان پلی شو

په جنوري کې د دغه برمان پر ضد مظاهرې وشوې او واشنګټن او منیسوټا ایالتونو کې رد شو. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په جنوري کې د دغه برمان پر ضد مظاهرې وشوې او واشنګټن او منیسوټا ایالتونو کې رد شو.

د امریکا د ولسمشر د هغه جنجالي فرمان ځینې برخې پلې شوې، چې له مخې یې دغه هېواد ته د شپږو اسلامي هېوادونو د وګړو پر تګ بندیز پلی کېږی.

له دې فرمانه د ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، یمن او سوریې وګړي او ټول کډوال اغېزمنېږي.

د دې فرمان له مخې امریکا ته د دې وکړو پر تګ ۹۰ ورځې او د کډوالو پر تګ ۱۲۰ ورځې بندیز لګېدلی دی.

خو که له بندیز سره د مخ شوو هېوادونو وګړو "نږدې خپلوان" امریکا کې وي یا هم په دغه هېواد کې کاروبار لري، نو کولی شي امریکا ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په "نږدې خپلوانو" کې مور پلار، مېړه یا مېرمن، بچیان ( ان که لوی بچیان هم وي)، زوم، ناوې، خور یا ورور راځي.

دا ډول د اړوند هېوادونو کوم کسان چې د امریکا ویزه لري، یا له امریکا سره "نږدې تړاو" لري، له دغو شرایطو څخه نه اغېزمنېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیي له مخې "نږدې تړاو" په دې مانا دي چې له متحده ایالتونو سره کاري یا مسلکي تړاو لري.

امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ فرمان ته د لنډمهال لپاره د پلي کولو اجازه ور کړه.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې واک ته له رسېدو وروسته، امریکا ته د ایران، سوډان، یمن، عراق، لیبیا، سومالیا او یمن د وګړو او کډوالو پر تګ د بندیز ځانګړی فرمان صادر کړ، خو پر ضد یې مظاهرې وشوې او واشنګټن او منیسوټا ایالتونو کې رد شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ فرمان ته د لنډمهال لپاره د پلي کولو اجازه ور کړه.

نوموړي په مارچ کې بیا د دې فرمان بدله بڼه خپره کړه او د عراق وګړي او هغه کسان یي چې د امریکا کره ویزه لري، له دغو بندیزونو لرې کړل.

خو بیا هم د ډونلډ ټرمپ دا فرمان په څو فدرالي محکمو کې له خنډونو سره مخ شو او سپینې ماڼۍ یې په غبرګون کې له سترې محکمې وغوښتل چې دا دوسیه وڅېړي.

سترې محکمې تر اکتوبر میاشت پورې د دې فرمان ځینې برخې د پلي کېدو وړ وبللې.

د ډونلډ ټرمپ اداره په دې باور ده، چې امریکا کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دا بندیزونه اړین دي.

خو له کډوالو او پنا غوښتونکو سره مرستندویه ادارې او ډلې پر دغه فرمان نیوکه کوي او وايي دا لنډمهالی فرمان هم د کډوالو وضعیت نور خرابوي.