ناټو: باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشي

ناټو او نورو هېوادونو له پاکستان سره په دغه هېواد د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځیو خبره پورته کړې ده د انځور حقوق Getty Images
Image caption ستولتنبرک: ناټو او نورو هېوادونو له پاکستان سره په دغه هېواد د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځیو خبره پورته کړې ده

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، د افغان کړکېچ د اواري لپاره باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشي.

نوموړي په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبري غونډې ته وویل، دا د منلو نه ده چې یو هېواد (پاکستان) کې داسې ترهګره ډله ځای ولري چې بل هېواد کې بریدونه کوي.

"ناټو له پاکستان سره په سیاسي او پوځي برخو کې په اړیکه کې ده، ناټو او نورو هېوادونو له پاکستان سره په دغه هېواد د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځیو خبره پورته کړې ده او د دې ستونزې اوارول به افغانستان کې د روانې شخړې د حل یوه برخه وي".

د هغه په خبره، سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار سیمه ییزې هڅې دي، له همدې امله افغان ولسمشر د کابل سولې بهیر نوښت وکړ.

ینس ستولتنبرګ دا هم وويل، چې د ناټو غړي افغانستان ته څو زره نور سرتېري استوي او وار د مخه ځینې غړو د دغو ځواکونو پر استولو هوکړه کړې.

ناټو اوس افغانستان کې ۱۳ زره ۵ سوه سرتېري لري چې تر ۸۵۰۰ امریکایان دي.

امریکا له ناټو غواړي چې سرتېري افغانستان ته واستوي او په خپله هم له دریو تر پنځو زرو سرتېري افغان جګړې ته استول غواړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس د ناټو غونډه کې وویل، له افغان جګړې یې ځواکونه له وخت وړاندې کم کړي دي.

خو هغه زیاته کړه، چې ناټو له ترهګرۍ د افغانستان د ژغورلو هڅه کوې او ترې شاته کېدلی نشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس د ناټو غونډه کې وویل، له افغان جګړې یې ځواکونه له وخت وړاندې کم کړي دي.

"زه د جګړې لپاره مهال ویش نه ټاکم، دا جګړه د وړاندوینې نه ده. خلاصه خبره دا ده چې ناټو ژمنه کړې چې افغانستان له ترهې او وحشته وژغوري".

هغه دا هم وویل، چې افغانستان ته د څو زرو نورو سرتېرو د استولو پلان به د ناټو له غړو سره تر مشورې وروسته په څو اونیو کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وسپاري.

په دغه غونډه کې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر طارق شا بهراني هم ګډون درلود او ویې ویل، چې ناټو ډاډ ور کړی چې د ترهګرۍ په ځپلو کې به پر خپلو ژمنو به درېږي.

د نوموړی په خبره، دا ډاډ هم د سولې او هم د جګړې ژمنې پوره کوي.

ورته مطالب