د چین ولسمشر: له سرې کرښې د اوښتو اجازه نه ور کوو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چین ولسمشر د هانکانګ له نوې ټاکل شوې رهبره کري لم

د چین ولسمشر خبرداری ور کړی، هېواد به یې ټولې هغه ننګونې له منځه یوسي چې له امله یې پر هانکانګ د بیجینګ د حاکمیت مسله تر پوښتنې لاندې راشي.

"شي‌جین پینګ" چې د برتانیا له خوا چین ته د هنکانګ د سپارلو په شلمه کلیزه کې خبرې کولې، وویل، د چین د مرکزي دولت د واکونو پر وړاندې خنډونه جوړول، له سرې کرښې د اوښتلو په مانا ده او چین د داسې یوه کار اجازه نه ور کوي:

"هنکانګ تر بل هر وخت ډېره ازادي لري، اجازه نه ور کوو چې ملي حاکمیت له خطر سره مخامخ او د مرکزي دولت او هانکانګ قوانین وننګول شي."

*افغانستان له چین سره د کونړ پر سیند د برېښنا پروژه لاسلیک کړه

*سرحدي کشاله: چین د هند د ۳۰۰ زیارتوالو مخه ونیوله

*''احتمال شته چین پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي''

په ۲۰۱۲ کال کې چې "شي‌جین پینګ" د چین واکمني تر لاسه کړې، هنکانګ ته یې دا لومړی سفر دی، خو لیدنه یې بې تاوتریخوالي نه وه.

د هنکانګ ډیموکراسۍ پلوه ډلې د مرکزي دولت له پلویانو او پولیسو سره په اخ و ډب کې ښکېلې شوې چې یو شمېر کسان یې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د زیاتو امنیتي تدابیرو له امله د ښار پر یو شمېر سیمو کې تګ راتګ بند دی.

هنکانګ له جزیرو جوړ ښار دی چې تر ۱۹۹۷ کاله پورې د برتانیا مستعمره وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption هنکانګ له جزیرو جوړ ښار دی چې تر ۱۹۹۷ کاله پورې د برتانیا مستعمره وه

هنکانګ په ۱۸۴۰ کال کې د برتانیا تر حاکمیت لاندې وه، خو په ۱۸۹۸ کال کې د برتانیا او چین تر منځ هوکړه وشوه چې له مخې یې هنکانګ د ۹۹ کلونو لپاره برتانیا ته په اجازه ور کړل شو.

چین په ۱۹۹۷ کال کې له برتانیا څخه هانکانګ بېرته تر لاسه کړ.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، هنکانګ د (یو هېواد، دوه نظامونه) سیاست له مخې اداره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب