یوه فلم د لندن پټ جنسي کاروبار افشا کړی

د انځور حقوق Mirror Stage Films
Image caption په فلم کې د وحشتناکو جنایتونو اوځپل شویو هیلو او ارمانونو نړۍ انځور شوې

په ۲۰۰۹ کال کې د انا په نامه یوې چینايۍ ښځې د لندن د هیترو هوايي ډګر ته نژدې خپل ځان وواژه. د هغې ملګرو وروسته ومونده چې هغې د مساژ په یوه غیرقانوني سالون کې د فاحشې په توګه کار کاوه.

یوې ملګرې یې چې جیني لو نومېږي او د تایوان د هنرونو پوهنځي فارغه شوې، هڅه وکړه چې د انا د پټ ژوند په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د دې کار په پایله کې جینې لو د ریسپشنیست (د پذیرايۍ کارکوونکې) په نامه خپل یو لومړی فیچري فلم جوړ کړ، چې د تایوان او د بریتانیا د ایډنبرا ښار د فلمونو په فیستوال کې د نندارې لپاره وړاندې شو.

د ځینو لوستونکو لپاره ښايي د دې کیسې ځینې برخې نارامونکې وي.

د فلم ډایرکټره، جینې لو، وايي "انا مې لومړی د لندن په چاینا ټون سیمه کې د یوې ماښامنۍ میلمستیا په ترڅ کې ولیده. نورماله ښکاریده،"

"هغه د چین له یوه کوچني کلي څخه راغلې وه. د ښه ژوند په لټه لندن ته لاړه. خو هلته یې یو دوه ګونی ژوند په برخه شو چې هېڅوک ورباندې خبر نه وو.

"د ډېرې خواشینۍ احساس مې وکړ. ولې هېڅوک له دې خبر نه و او هېچا ورسره مرسته نه کړای شوه؟"

د لندن هیلې

د یو ګډ ملګري په مرسته، لو هغه ښځه ومونده چې د مساژ په سالون کې يې له انا سره کار کاوه.

هغوې له چین، مالیزیا، فیلیپین او ټایلینډ څخه د مهاجرو په توګه راغلي وو. د مساژ په نورو سالونونو کې د شتمنو هېوادو ښځو هم کار کاوه لکه هانکانګ، تایوان، کوریا او جاپان.

د ځینو نورو ښځو په شان، انا د جعلي واده له لارې بریتانیا ته راغله.

د انځور حقوق Mirror Stage Films
Image caption ډېری ښځې بریتانیا ته د راتلو په خاطر د جعلي ودونو یا جعلي پاسپورټونو لپاره ډېرې پېسې ورکوي

مېرمن لو وايي، "هغې له یو بریتانوي سړي سره واده کړې و خو دغه سړي کومه دنده نه لرله. د انا کورنۍ د دې جعلي واده لپاره ډېرې پیسې ورکړې وې. هغې د دغه پور د بېرته ورکړې او په چین کې د خپل ورور د ملاتړ لپاره ډېر سخت کار کاوه،"

ځینې نورې ښځې د جعلي پاسپورټونو په مرسته راغلې وې. ځینې طلاقې شوې او په بریتانیا کې یې نوی ژوند پیل کړ. ځینو غوښتل د خپلو ماشومانو د ساتنې په خاطر پیسې وګټي.

نورې، لکه هغه چې له تایوانه راغلې وې، ژبه زده کوله چې وکولی شي پیسې پیدا کړي.

لو وايي بریتانیا ته تر رارسېدو وروسته، ډېری ښځې وپوهیدې چې د هیلو ترسره کول خو پرېږده چې ان دلته ژوند کول هم دومره اسانه کار نه دی، نو ځکه یې د مساژ په سالونونو کې په کارونو پیل وکړ.

وحشتناکه بیداري

د ریسپشنیست په نامه دا فلم د لندن د مساژ په یو سالون کې د کارکونکو او مشتریانو د ژوند پربنسټ جوړ شوی دی، چې یوې تایوانۍ ښځې چې هلته یې د ریسپشنیست یا د پذیرايۍ د کارکونکې په توګه کار کاوه په خپلوسترګو لیدلی.

په دې فلم کې په نه شرمیدونکي ډول هغه راز راز جنسي ځورونې انځورشوې چې دغه ښځې ورسره مخامخ شوي.

بدماشانو به د دغو ښځو د خوندي ساتلو په خاطر ورڅخه پیسې غوښتلې، که پیسې به یې نه ورکولې نو وهلې ټکولې، لوټولې به یې، او جنسي تیری به یې ورباندې کاوه، پوهیدل به چې له ویرې پولیسو ته شکایت نشي کولی.

د انځور حقوق Mirror Stage Films
Image caption دا ښځې د هغو جنایتکارانو لخوا چې "ساتنه یې کوي" ځورول شوي، وهل شوي او ورباندې جنسي تیری شوی

سره د دې چې د فلم صحنې تخیلي جوړې شوي دي، خو ټولې د انا او د هغې د ملګرو د تجربو پربنسټ جوړې شوي.

انا وايي، "د فلم هنرمندانو یا لوبغاړو په لومړي سر کې باور نه کاوه چې د فلم لپاره لکل شوې کیسه به ريښتیا وي. نو ځکه مې د دغو ښځو سره یوه کتنه ورته چمتو کړه".

دغو ښځو د جنسي عمل په بدل کې له نارینه و څخه ۱۲۰ پونډه اخیستل. د دغو پیسو ۵۰-۶۰ سلنه به د مساژ د سالون خاوند د ځان لپاره اخیستلې.

ځانته کنده کیندل

په داسې حال کې چې ځینو ښځو بالاخره له دې کاره لاس واخیسته، ډېری یې دوام ورکړ سره د دې چې یوڅه پیسې یې هم ګټلې وې او دې کارته په زوره نه وې اړشوې. انګلیسي ژبه یې سمه نه وه زده، وېرېدلې چې کوم بل ښه کار به و نه شي موندلای شي.

مېرمن لو وايي، "هغوی تل وايي چې له یو کال یا څو میاشتو وروسته به دا کار پرېږدي ... خو د ګړندیو پیسو ترلاسه کولو سره عادت کېږي،"

د انځور حقوق Mirror Stage Films
Image caption دا ښځې عملا له بهرنۍ نړۍ په بشپړه انزوا کې ژوند کوي

"دوی نه غواړي کوم بل داسې کار غوره کړي چې له دې کمې پیسې په کې ګټي. دوی فکر کوي، "که دا کار ونه کړم نو څنګه به ژوند وکولای شم؟"

"دا یو خطرناکه فکر دی. دا داسې دی لکه چې دوی ځانته یوه کنده جوړوي. ډېر خلک ورڅخه وتلی نشي".

دا ښځې نادرا بهر ته وتلې ځکه وېرېدلې چې ګاونډیان به ورباندې پوه شي. دوې شپه او ورځ کار کاوه. د کور پردې یې تل ښکته وې.

مېرمن لو وايي، "د حیرانتیا وړ خبره دا وه چې ډېری دغو ښځو د لندن کوم نامتو ځایونه نه و لیدلي،"

د روح بایلل

ډېری دا ښځې له خپل هېواده بهر ته له تلو وړاندې د خپلو کورنیو ویاړجنې ښځې وې. دوی اوس شرمېدلې چې خپلو کورونو ته لاړې شي او خپلو کورنیو ته ريښتیا ووايي.

مېرمن لو وايي، "دا داسې ده لکه یو شخص چې خپل روح بایلي. دوی نه غواړي چې ډېر فکر وکړي،"

د انځور حقوق Mirror Stage Films
Image caption د پذیرايۍ کارکوونکې یا ریسپشنیسته، تینا، له خپل ملګري هلک څخه خپل اصلي کار پټ ساتي- خو هغه ورباندې وروسته خبریږي

انا ۳۵ کلنه وه چې ځان یې وواژه. هغه یواځې دوه کاله په بریتانیا کې وه او تقریبا یو کال یې په جنسي صنعت کې کار کاوه.

د فلم ډایرکټره، جیني لو، وايي، "د هغې[ انا] ځینې ملګري فکر کوي چې هغه ترفشار لاندې وه ځکه چې کورنۍ يې تل ورڅخه پیسې غوښتې،"

"نورو فکر کاوه چې خپل کار ورته د منلو وړ نه و، او هره ورځ ورته سخته وه."

"یو ملګري یې ورڅخه پیسې پور کړې وې او غوښتل یې چې یو رستورانټ پرانیزي. کله چې هغې خپلې پیسې بیرته وغوښتې، دغه ملګري یې ورته ګواښ وکړ چې کورنۍ ته به یې ووايي چې دا څه ډول کار کوي. نو هغه وارخطا شوه".

"هغې د خپلې کورنۍ په اړه ډېر فکر کاوه، زړه یې اصلا نه غوښتل چې بهرته لاړه شي".

"خپلې هیلې مه هیروه"

دغه ډول ژوند د مېرمن لو له ژونده ډېر توپیر درلود- د لو کورنۍ کولای شول چې د دې له زده کړو سره مالي مرسته وکړي، ځکه هغې وکولای شول چې خپل هدف ته ورسیږي او فلم جوړونکې شي.

مېرمن لو وايي: "زما لپاره د حیرانتیا وړ وه ځکه چې پخوا مې دا ډول خلک نه و لیدلي،"

Image caption د جیني لو فلم د یو شمېر نړیوالو جایزو لپاره نومول شوی دی

د کمې بودیجې سره سره- ۳۰۰ زره پونډه چې ډېره برخه یې د تایوان د حکومت مالي مرسته وه او یوه اندازه یې د کیکسټارټر په نامه یوې امریکايي خیریه موسسې لخوا ورکړل شوې وې- د لو فلم د بریتانیا د ایډنبرا ښار د فلمونو په نړیوال فیستیوال کې د پراخې نندارې لپاره غوره شو، او د میلان د نړیوالو فلمي جایزو او د تایوان د سرو زرو آس د جایزو لخوا هم ونومول شو.

مېرمن لو وايي، "ډېره خوشحاله یم چې خلک د دې فلم له لیدو وروسته د یو څه احساس کوي،"

"زما پیغام دا دی چې که تاسو ډېره موده د خپلو هیلو او ارمانونو پوره کولو لپاره اوږده لاره وهلې هم وي، بېرته راوګرځئ او هغه ځای ته وګورئ چې ورڅخه راغلي یاست، لومړنۍ هیله مو څه وه. ډېر خلک دا هېروي.''

مېرمن لو غواړي کله چې بریتانیا ته راستنه شي هغو ښځو ته دا فلم وښيي، چې هغوې وویني چې د انا د ژوند کیسه یې کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب