"له سي این این سره د ټرمپ غېږې نیولو" لانجمنه وېډیو

د ټرمپ پر ټویټر خپره شوې ویډیو جعلي بلل شوې ده د انځور حقوق Twitter
Image caption د ټرمپ پر ټویټر خپره شوې ویډیو جعلي بلل شوې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې ټویټر پاڼې یوه وېډیو خپره کړې چې د سي این این له لوګو سره له یوه سړي سره غېږه نیسي او هغه پر سر وهي.

پر ټویټر خپره شوې وېډیو د غېږ نیونې سیالیو کې د ټرمپ د جعلي ګډون یوه برخه ده چې د سي این این تلوېزیون نښان د هغه سړي پرسر نښلول شوی چې ټرمپ یې وهي.

پر ټرمپ نیوکه شوې چې ددې وېډیو په خپرولو د خبرایلانو او رسنیو پروړاندې تاوتریخوالی دودوي.‌

ښاغلي ټرمپ پرله پسې رسنۍ د دروغو خبرونو په خپرولو تورنې کړې. هغه وړاندې سي این این ته ویلي وو چې جعلي خبرونه خپروي.

ټرمپ د روژه ماتي ۲۰ کلن دود مات کړ

ټرمپ یوځل بیا رسنۍ ناسمې وبللې

ټرمپ د خبریالانو ماښامنۍ ته نه ورځي

د سي این این شبکې یوه شنونکي ویلي، ښاغلی ټرمپ په دې عمل سره رسنیو کې د سړي برخلیک تر مرګه رسولی شي.

خو د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار توماس بوسرټ ویلي، هېڅوک له خپرې شوې وېډیو نه ګواښونکی درک نه شي اخیستی.

ښاغلي ټرمپ ته په ځواب کې د سي این این پر ټویټر د سپینې ماڼۍ د ویاندې سارا هاکابي سنډرز خبرې راخیسې چې وايي: "ولسمشر په هېڅ ډول هېڅ وخت تاوتریخوالی نه دی دود کړی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وروستۍ ویډیو به ۲۰۰۷ کال د غیږ نیونې نمایشي سیالیو کې د ټرمپ د ګډون کولو یوه برخه ده

ښاغلي ټرمپ دا وېډیو یوه ورځ وروسته تر هغه خپره کړې چې له ټویټر نه یې د ګټې اخیستو د څرنګوالي دفاع کړې ده.

د نوموړي د هغو کسانو په ځواب کې چې وايي د ولسمشر له شان او شوکت سره دا کار نه ښايي، ویلي کړنې یې د یوه عصري ولسمشر په توګه دي.

هغه په وروستیو کې د سي این این شبکې له یوه چلوونکي سره لفظي شخړه کړې وه.

ورته مطالب