فرانسه کې جومات ته څېرمه ډزو ۸ کسان ټپیان کړي

پولیس د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس وايي، دا عمل ترهګریزه بڼه نه لري.

د فرانسې په سوېل کې له یوه جومات بهر ډزو لږترلږه اته کسان ټپیان کړي دي. چارواکي وايي پېښه کې ترهګریز عمل لیرې ګڼل کېدای شي.

ډزې په افینیون ښار کېد (الرحمة) په نوم له جومات نه د لمونځ کوونکو د وتلو پرمهال په ځايي وخت لس نیمې بجې شوې.

د لابروفانس ورځپاڼې په وینا، دوه مخ پټي کسان چې تومانچه او کلاشنیکوف ورسره و، جومات ته په یوه موټر کې نژدې ورغلي دي.

پولیس وايي، دا عمل ترهګریزه بڼه نه لري.

غويي لوبې ۱۰۰ کلونو کې فرانسه کې لومړنی کس وواژه

فرانسه کې یو پولیس په ډزو وژل شوی دی

فرانسه د بریدونو له وېرې له اېفل څلي ښیښه يي دېوال تاووي

یاده ورځپاڼه زیاتوي، له جومات بهر برید کې څلور کسان ټپیان شوي، خو د ډزو په لړ کې څلور نور کسان چې ټول د یوې کورنۍ دي هم ټپیان دي. په ټپیانو کې یوه اوه کلنه ماشومه هم ده.

دغه کسان د پېښې له ځایه ۵۰ متره لیرې پخپل کور کې ټپیان شوي.

دوه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې ویل کېږي د ډزې کوونکو هدف لمونځ کوونکي نه وو.

د فرانسې څارنوالۍ ویلي، پېښه د ځوانانو ترمنځ د شخړې له کبله رامنځ ته شوې نه د ترهګریز عمل له کبله.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو داسې کس ونیو، چې غوښتل یې د پاریس څنډو کې یوه جومات ته نژدې د لمونځ کوونکو پر یوې ډلې موټر وخیژوي.

په پېښه کې چا ته زیان نه وو اوښتی.

فرانسه پر پولیسو د تېرې اپریل میاشتې له برید وروسته اوس د تیارسئ په حالت کې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب