سعودي عربستان قطر ته ټاکلی ضرب الاجل ځنډولی

. د انځور حقوق Reuters
Image caption قطر ویلي، خپل ځواب به د کویټ امیر شیخ صباح احمد الصباح ته وسپاري

سعودي عربستان او ملګرو هېوادونو یې د کوېټ په غوښتنه قطر ته د ټاکل شوي ضرب الاجل موده دوه ورځې نوره هم غځولې ده.

د عربستان، بحرین، مصر، او متحده عربي اماراتو له خوا قطر ته د ټاکل شوي ضرب الاجل نېټه تېره شپه په داسې حال کې پای ته ورسېده چې قطر د یادو هېوادونو له خوا د وړاندې شويو ۱۳ شرطونو له منلو انکار وکړ.

په ورته مهال قطر ویلي، خپل ځواب به د کویټ امیر شیخ صباح احمد الصباح ته وسپاري.

* قطر د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې

* عربو هېوادونو قطر ته د غوښتنو لست سپارلی

* قطر ولې د ترهګرو پر ملاتړ تورن شو؟

کویټ د دواړو لوریو تر منځ د منځګړي هېواد رول لوبوي.

سعودي عربستان او ملګرو یې تېره میاشت له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې او د بېرته عادي کېدو په پار یې ورته ۱۳ شرطونه وړاندې کړل.

په په یادو شرطونو کې د اخوان المسلمین له ملاتړه لاس اخیستل، د الجزیرې تلوېزیوني شبکې تړل، له ایران سره د اړیکو کمول، د قطر په خاوره کې د ترکیې د نظامي اډې تړل او نور شامل دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد بن عبدالرحمن تېره ورځ په ایټالیا کې وویل، هېواد یې د یادو شرطونو منلو ته چمتو نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه له ښکېلو غاړو وغوښتل له ډیپلوماسۍ کار واخلي.

عربي متحده اماراتو ګواښ کړی و که قطر یې شرطونه ومني، نو پرې لګول شوي بندیزونه به لا سخت کړي.

ورته مطالب