د روسيې يو تلوېزيون وايي همجنس خوښي دې امريکا ته وشړل شي

روس د انځور حقوق FACEBOOK/TSARGRAD TV

د روسیې یوه مذهبي تلوېزون ویلي، د هغو همجنس خوښو لپاره یو لوریز ټیکټونه اخلي چې غواړي کډوال شي.

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې څار ګراد تلوېزون له همجنس خوښو غوښتي چې له روسیې بهر ته د تللو لپاره د الوتکې د یو لوریز ټیکت په ترلاسه کولو کې سیالي وکړي.

د دې تلوېزون ویاند اندري افانا سییو وایي،"وروستیو کې کلیفورنیا- چې د امریکا خورا ازاد ایالت دی- روسي لار ورکو (ګمراهانو) ته د شین کارت ورکولو وړاندیز کړی دی".

دا تلوېزون همجنس خوښو ته "سپکوونکې" کلیمې کاروي.

هغه زیاتوي، "د څار ګراد کارمنان د دې پرېکړې ملاتړ کوي، پر دې سربېره موږ تیار یو هر هغه کس ته چې د همجنس خوښۍ یا نورې بې لارۍ طبي سند وړاندي کړي- چې غواړي تلپاتې کډوال شي یو لوریز ټیکټ واخلو".

دی وايي، "موږ رښتیا غواړو چې تاسو هلته لاړ شئ، داسې ځای ته چې په ښکار خپلې ګنا ته تسلیم شئ".

دا شبکه وايي، د خپلو لیدونکو ازارول نه غواړي بلکې "ښه کار کول غواړي".

څار ګراد سپوږمۍ شبکه ده او مسیحي ارتدوکس ارزښتونو پیاوړي کولو ته جوړه شوې ده.

دا تلوېزون وايي، چې د روسیې نږدې څلورمه برخه وګړي یې ویني.

د انځور حقوق FACEBOOK/TSARGRAD TV

د څار ګراد بنسټګر کنستانتین مالوفیف نامي سوداګر او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ملاتړی دی.

دی وايي، تلوېزون یې د امریکا د فاکس نیوز په څېر نظر لري.

څار ګراد پر لوېدیزو هېوادونو د "بدلمنۍ" په دلیل نیوکه کوي.

خو لږ شمېر همجنس خوښو د څار ګراد له دې وړاندیز سره لېوالتیا ښودلې ده.

یوه پوښتلي، "زما په اند دا ټیکټ له ډوبېدونکي هېواد د وتلو لار ده، دوی ته کوم سند ورکړم؟"

ډېرو دغې ویډیو ته غوسناک ځواب ور کړی او ویلي یې دي چې بیا دا تلوېزون نه ګوري.

ځینې خلکو د څار ګراد تلوېزون هرکلی کړی: "موږ د څار ګراد ملاتړي یو، همجنس خوښي دې امریکا متحده ایالتونو ته لاړ شي. موږ خپل روسي ارزښتونه لرو، د ارتدوکس کلیسا ارزښتونه، الهي ارزښتونه".

روسیه کې له همجنس خوښو سره توپیري چلند کېږي. سیاسي مشران یې همجنس خوښي د اخلاقي فساد یا بدلمنۍ بېلګه بولي.

دوی هغه هېوادونه غندي چې همجنس خوښو ته یو شان حقونه ورکول غواړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب