پر سګرټو بندیز برتانیا کې څه اغېز کړی؟

Hand holding a half-smoked cigarette at a pub table, beer glasses in the background د انځور حقوق Alamy

یو وخت داسې و چې د برتانیا په لر او بر کې به شرابخانې د سګرټو لوګي په سر اخیستې وې. په رستورانتونو کې به هم د خوړو له خوندور بوی سره د سګرټو تریخ لوګی مل و.

د دفترونو کارکوونکي اړ نه ول چې د یو سګرټ بلولو لپاره بهر ووځي. خو اوس کېسه بدله ده. لس کاله وړاندې پر دې مزو بندیز ولګول شو.

خو څومره ګټه یې رسولې؟ ایا په ټولنه او د خلکو په چلن او عادتونو کې یې کوم بدلون راوستی؟ څېړنې ښيي چې هو.

لومړی خبره خو دا ده چې د برتانیا د وګړو ۶۶ سلنه خلک د دې بندیز ملاتړ کوي. په دوی کې هغه کسان هم دي چې سګرټ څکوي، داسې کسان هم په کې شته چې لس کاله وړاندې یې له دې پرېکړې سره سخت مخالفت درلود. خو اوس یې ورته غاړه ايښې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لندن دغه شرابخانه په ۲۰۰۸ کال کې وتړل شوه او اوس د برګرو دوکان دی.

دویم بدلون دا دی چې په برتانیا کې د شرابخانو شمېر راکم شوی. ډېری په دې باور دي چې لامل یې په شرابخانو کې دننه پر سګرټو بندیز دی.

خلک دې ځایونو ته یوازې د شرابو او بیرو لپاره نه ورتلل. سګرټ څکول هم د دې کلتور یوه مهمه برخه وه چې اوس له منځه تللې.

بله دا چې په برتانیا کې اوس د هغو کسانو شمېر هم راکم شوی چې سګرټ وهي. اوس د دې هېواد یوازې ۱۷ سلنه خلک په دې عادت اخته دي.

د دې بندیز له برکته په ځوانانو کې هم د سګرټ څکولو کچه راکمه شوې ده.

په میندوارو مېرمنو کې هم اوس په هرو لسو کې یې یوازې یوه سګرټ څکوي.

د انځور حقوق Getty Images

د خلکو اقتصادي وضعیت هم په دې برخه کې ونډه لري. څېړنې ښيي، هغه خلک چې ژوند او روزګار یې چندان ښه نه وي، ډېر سګرټ څکوي. پر سګرټو بندیز په برخه کې کوم خاص بدلون نه دی راوستی.

خو د بندیزه یوه بله ښکاره ګټه دا ده چې، هغه خلک چې په شرابخانو کې کار کوي، اوس یې روغتیایي وضع تر پخوا ښه ده. لامل یې دا بلل کېږي چې دوی اوس د پخوا په څېر په دومداره توګه د سګرټو لوګی نه تنفس کوي.

کارپوهان وايي، که څه هم لس کاله ډېره موده ده، خو دا چې پر سګرټو بندیز به په برتانوۍ ټولنه کې نور کوم اساسي بدلونونه رامنځته کړي، لا ډېرو څېړنو او وخت ته اړتیا لري.