د ډيلي او اسلام اباد اړيکي د بل هر وخت پرتله ترينګلي شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ډيلي او اسلام اباد اړيکي د بل هر وخت پرتله ترينګلي شوي

د هند او پاکستان ترمنځ اړيکي تل ترينګلي وي، او د کشمير پر سر یې چې درې ځله جګړه هم کړې، د تاوتريخوالي پېښو په کې تل لانجه ګرمه ساتلې ده.

ځينې پر دې باور دي چې د دغو دواړو هېوادونو خپلمنځۍ سيالۍ نورو هېوادونو ته هم غځېدلې، او ان افغانستان کې روان تاوتريخوالی د دوی دواړو ترمنځ د استازولۍ جګړه بولي.

له هغه راهيسې چې درې کاله مخکې بي جې پي يا بهاراتيا جاناتا ګوند واک ته رسېدلی، د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ اړيکي نژدې بشپړ شلېدلې، او د پاکستان پر وړاندې کرکه تر هر بل وخت ډېره ژوره شوې ده.

اړونده مطالب