شمالي کوریا د لویو وچو ویشتونکي توغندي ازمویلو ادعا کوي

ر د انځور حقوق KOREA NEWS SERVICE
Image caption ویل کېږي دغه توغندي په ۴۰ دقیقو کې ۹۳۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

شمالي کوریا وايي، د اوږد واټن ویشتونکي "لویو وچو ویشتونکي توغندي کامیابه ازموینه" یې وکړه.

دا لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ د لویو وچو ویشتونکي بالستیک توغندي د بریالۍ ازموینې دعوه کوي. دا توغندی د امریکا لویې وچې ویشتلو وړتیا لري.

* شمالي کوریا وايي توغندیزې ازموینې ډېروي

* د امریکا جنګي بېړۍ د کوریا ټاپو وزمې پر لور خوځېدلې

له دې مخکې امریکا ویلي و، چې د شمالي کوریا دا توغندی د جاپان اوبو کې غورځېدلی او شمالي امریکا ته کوم خطر نه پېښوي.

د شمالي کوریا دغو توغندیزو ازموینو اندېښنې ډېرې کړې دي.

د دغه هیواد دولتي تلوېزون وايي، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په شتون کې هواسنګ ۱۴ توغندی وازم ویل شو.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا دولتي تلوېزون د توغندي خبر خپروي او سوېلي کوریا خلک یې څاري.

سوېلي کوریا او جاپان وايي، شمالي کوریا نوی توغندی وازمویه.

د سوېلي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د رپوټ له مخې شمالي کوریا د سې شنبې په سهار د دغه هېواد له لوېدیځ د جاپان سمندرګي په لور بالستیک توغندی وتوغاوه.

د جاپان خبري اژانس اېن اېچ کې هم وايي، ممکن دا توغندی د جاپان سمندرګي د جاپان انحصاري اقتصادي سیمه کې غورځېدلی وي.

د دواړو هېوادونو د خبري سرچینو په خبره، دغه توغندي په ۴۰ دقیقو کې د ۹۳۰ کیلومترو په اندازه واټن کچ کړ.

*شمالي کوریا له 'ټرمپ سره خبرو ته چمتو ده'

"سي‌ای‌اې د شمالي کوریا د رهبر د وژلو هڅه کوي"

د جاپان د کابینې منشي هوشیهیندي سوګا له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: "د شمالي کوریا دا ډول پرلپسې یرغلیزې هڅې د منلو نه دي، موږ یې غندو او سخت اعتراض کوو".

په ورته مهال د جاپان لومړي وزیر شینیزو ابې وايي، پر پیونګ یانګ د فشار اچولو لپاره له امریکا او سوېلي کوریا سره "نور هم نږدې کېږي".

هغه وايي په مسکو کې د روسیې او چین له لسمشرانو سره په لیدنه کې به له دواړو وغواړي چې "نور رغند رول ولوبوي".

د سوېلي کوریا نوي ولسمشر مون ژی هم د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته بللې ده.

د متحده ایالتونو غبرګون

د انځور حقوق EPA
Image caption د جاپان تلوېزون دغه توغندي ازمویلو ته پراخ پوښښ ور کوي.

متحده ایالتونو هم د شمالي کوریا نوې توغندیزه ازموینه منلې ده.

د امریکا یو پوځي ویاند وايي، د لومړنیو ارزونو له مخې توغول شوی توغندی منځ واټنه و او شمالي امریکا ته یې خطر نه دی پېښ کړی.

ویل کېږي دا توغندی د شمالي کوریا له پانګهیوان هوايي اډې توغول شوی دی.

* د شمالي کوریا مشر ته له ایرانه ډالۍ!

* شمالي کوریا: د سترګو په رپ کې امریکايي بېړۍ ډوبولای شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر کې د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه غندلې ده.

هغه د یوه پیغام په ټوېټولو سره ویلي: "شمالي کوریا همدا اوس یو توغندی وتوغاوه. ایا دغه کس په ژوند کې کوم ښه کار نشي کولی".

هغه زیاتوي چې د شمالي کوریا په مقاب لکې د جاپان او جنوبي کوریا د زغم باور کم شوی دی او هیله من دی چې د دغه هېواد په مقابل کې به چین سخته تګلاره غوره کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption شمالِ کوریا په وروستیو میاشتو کې خپل توغندیز پروګرام چټک کړی دی.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې خپل توغندیز پروګرام سخت کړی دی او دغه ګام یې د امریکا له سختو نیوکه سره مخ دی.

د پیونګ یانګ وروستۍ ازموینه د امریکا د خپلواکۍ ورځې په درشل او د شمالي کوریا د توغندیز پروګرام په هکلهد چین له ولسمشر او د جاپان له لومړي وزیر سره د ولسمشر ټرمپ له ټلیفوني خبرو یوه ورځ وروسته ده.

ټاکلې ده ډونلډ ټرمپ د دې اونۍ په پای کې د جي شل ډلې له مشرانو سره په جرمني کې وویني.

هغه ویلي چې د شمالي کوریا د توغندیز پروګرام په هکله یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.

ورته مطالب