بدن د هلک - روح د نجلۍ

د انځور حقوق RAVI KUMAR
Image caption تنو سینګ د جنسیت بدلولو لپاره د ښکلا سیالۍ د پوسټر ماډله ده.

تنو ۱۳ کلنه وه، احساس یې وکړ، جسم یې د هلک خو د ننه یې یو څه د نجلۍ دي.

خپلې کورنۍ ته دا هرڅه ویل اسان نه و. ۱۶ کلنۍ کې یې باور وشو چې په ناسم بدن کې بندي ده، په حقیقت کې د نجلۍ په څېر ده.

* 'د شریعت له مخې د نر ښځو نکاح روا ده'

* هند: د نرښځو لپاره لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځی

بس له همدغه ځای تنو د ځان بدلولو هڅه پیل کړه.

خو د هغې اپوټه نتاشه د دریو کلونو په منګ وپوهېده چې د ننه یوه نجلۍ ده.

د انځور حقوق RAVI KUMAR
Image caption د نتاشه پلار ته د خپلې لور د جنست منل ګران و.

د تنو او نتاشه بدن د هلک او روح د نجلۍ او دا دوی ته د ژوند یوه نوې ننګونه وه.

د مور پلار له اجازې پرته د خپل جنسیت بدلول او نجلۍ کېدلو لپاره دوی ته دا ډېره ګرانه وه چې خپلې کورنۍ قانع کړي.

* بونیر کې د نرښځو پر نڅا او سندرو بندیز لګېدلی

* د پښتونخوا چارواکو د نرښځو لپاره ۲۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې

اګسټ میاشت هند کې میس ټرانس کواین انډیا سیالي کېږي او دې سیالیو ته سخت تیاری روان دی.

تنو سینګ د دې مراسمو د پوسټر ماډله ده.

د انځور حقوق RAVI KUMAR
Image caption تنو او نتاشه دواړه د ملګري( مېړه) موندلو هڅه کوي.

که څوک در سره مینه ښيي، نو هغه وخت څه کوي، د دې پوښتنې په ځواب کې تنو وايي، داسې نه کېږي چې په ټول ژوند څوک مینه وکړي.

نتاشه وايي، له مینې یو بل سره خلک نږدې کېږي، تنو او نتاشه دواړه اوس د خپل ملګري(همسفر) د موندلو هڅه کوي.

له ماډلېنګ وروسته تنو هنرمنده جوړېدل غواړي او نتاشه هم له بالیووډ سره مینه لري.

اړونده مطالب