"د ټرمپ واکمنېدلو سره ایران کې د ټوکري لانځکو د سوځولو دود بیا زور اخیستی"

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پلازمېنه تهران کې د ډونلډ ټرمپ کارتون ته یوه پېغله ګوري.

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې ولې ځينې ايرانيان د ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ ته خوشحال دي.

ورځپاڼه وايي په ايران کې د حکومت په ملاتړ جوړو شويو غونډو او لاريونونو کې پر امريکا او د امريکا پر ولسمشرانو ملنډې وهل يو دود و. ايراني انقلابيانو په شپې تر ناوخته له ټوکرو نانځکې جوړولې، کارتونونه به يې کښل او بيا به يې دغه راز لاريونونو کې په وياړ لېږدول او د غونډو په پاى کې به يې په سمبوليک ډول ورته اور اچوه.

د ولسمشر اوباما د ادارې او امريکا ترمنځ له اټومي تړون وروسته دا دود کمزورى شوى و او له ټوکر جوړو نانځکو صنعت ته يې زيان اړولى و. خو د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال دا دود بيا زوراخيستى.

تېره دوشنبه پر ولسمشر ټرمپ د ملنډې وهلو لپاره د کارتون کښلو يوه سيالي هم وشوه او کټونکي کارتون ١٥٠٠ ډالر جايزه تر لاسه کړه.

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان مکين له پاکستان وروسته افغانستان ته سفر لري.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان:

سوېلي وزيرستان ته د جان مکېن په مشرۍ د امريکايي سناتورانو د يوه پلاوي سفر ته کتنه کړې.

په دغه پنځه کسيز پلاوي کې د امريکا د سنا جرگې د وسله والو ځواکونو د کميټې غړي شامل وو.

ورځپاڼه وايي جان مکېن د خپلې وينا پر مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکاريو د دوام پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ويل سمه ستراتېژي او سمه همکاري به دا اوږده مبارزه بريالۍ کړي.

د ورځپاڼې په وينا، پاکستان ته د امريکايي سناتورانو دا سفر په داسې مهال دی چې د واشنگټن او اسلام اباد اړيکي له ترهگرۍ سره د مبارزې څرنگوالي له امله خړ پړ شوي دي.