ایتلافي ځواکونو په سوریه کې د داعش پلازمېنې ته ننوتلي

. د انځور حقوق Reuters
Image caption ډیموکراټیکو ځواکونو یو ښارګوټی نیولی او نورو ښارونو پر لور په حرکت دي

په سوریه کې د امریکا له ملاتړه د برخمنو ایتلافي ځواکونو سرچینو ویلي، د جنګیالي"سوریې ډیموکراټیک ځواکونه" د رقې د لرغوني ښار په ديوالونو کې د ښار منځ ته لار موندلې او ځینې سیمې یې تر ولکې لاندې راوستلي دي‎.

په سوریه کې د بشر پر حقونو د څار ډلې یوه ویاند ویلي، د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د لومړي ځل لپاره د رقې ښار له جنوبه د دغه ښار مرکز ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، ډیموکراټیکو ځواکونو یو ښارګوټی نیولی او نورو ښارونو پر لور په حرکت دي.

* امریکا په سوریه کې 'ایران جوړه' بې پیلوټه الوتکه غورځولې

* امریکایي ځواکونو سوریه کې 'د ابوبکر البغدادي مهم ملګری وژلی'

* "روسیه په سوریه کې د کیمیاوي برید قربانیانو مسووله ده"

د هغه په خبره، د داعش جنګیالي هڅه کوي، له لاسه وتلي سیمې بېرته تر لاسه کړي.

د رقې ښار د سوریې په شمال کې پر فرات سیند پروت دی چې د داعش قوي سنګر ګڼل کېږي او د اسلامي دولت پلازمېنه یې بولي.

د تېرې اونۍ پر پنجشنبه د امریکا له ملاتړه برخمنو د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو وویل، د رقې ښار یې کلابند کړی او د داعشي وسله والو د تېښتې مخه یې نیولې ده.

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه وروسته تر هغه د رقې ښار ته په ننوتلو توانېدلي دي چې امریکا او ملاتړو یې د دغه ښار پر ځینو سیمو هوايي ګوزارونه وکړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه پر داعش سربېره د بشارالاسد له ځواکونو سره هم په جګړو بوخت وي.

امریکا د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ځمکنی او هوايي ملاتړ کوي او د سوریې ځواکونو له بريدونو یې خوندي ساتي.

په سوریه کې د بشر پر حقونو د څار ډلې ویلي، له تېرې میاشتې چې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو په ملاتړ د نړیوال ایتلاف هوايي بمبارۍ پیل شوی، لسګونو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د سوریې د کرد، عرب او نورو قومونو له جګړه مارو جوړه ډله ده او په خبره یې په سوریه کې د داسې ډیموکراټیک نظام د استقرار لپاره مبارزه کوي چې ټولو قومونو ته پکې خپل حق ورسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې د رقې ښار په ۲۰۱۴ کال کې د داعش جنګیالیو منګولو ته ولوېد.

د سوریې د رقې ښار په ۲۰۱۴ کال کې د داعش منګولو ته ولوېد او په همدغه کال چې اسلامي دولت نومې ډله رامنځته شوه، نو رقه ښار یې د پلازمېنې په نامه یاد شو.

ورته مطالب