"پاکستان د څو وزارتونو پروژې ځنډولې"

ایکسپریس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګوادر بندر کې هم ځینې پروژې ځنډول شوې دي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د پاکستان حکومت د بودجوي کسر د مخنیوي لپاره د ورځپاڼې په وینا په یوه ناهیلوونکې هڅې سره د څو وزارتونو پرمختیايي پروژې له پامه غورځولي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په دې ډله کې د پاکستان د اتومي انرژۍ حساسې پروژې ، د ګوادر بندر اړوند پروژې او د اوبو او بریښنا سکتور ځینې پروژې شاملې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، رسمي اسناد ښيي چې د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ مالي کال کې څو وزارتونه او ادارې له شل سلنې تر ۸۲ سلنې پورې بودیجې له کموالې سره مخامخ شوي دي.

ګارډین:

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین افغانستان ته د امریکا د کانګرس د پلاوي په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې اکثره کارپوهان په دې نظر دي چې د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه شي هواریدای او دا چې د امریکا ولسمشر غواړي افغانستان ته نور څلور زره سرتیري واستوي دا چاره به ډيپلوماتانو ته ور سپارل شوې دنده وننګوي.

همدې ورځپاڼې خپله سرمقاله د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندي ازمایلو ته ځانګړې کړې او لیکي چې دا توغندی د امریکا د خپلواکۍ په ورځ ازمایل شوی.

ورځپاڼه وايي، په داسې یوه ورځ چې امریکا خپلواکي لمانځي د دا ډول یوه توغندي ازمایل چې امریکا په نښه کولی شي ښايي د تصادف له مخې نه وي.

ورځپاڼه وايي چې له دغې لارې د شمالي کوریا د راګرځولو لپاره تر ټولو غوره دا ده چې چین رامخې ته شي او د شمالي د توغندیو د ازمایلو مخه ونیسي.

ګارډین ورځپاڼې د الجزیزې تلویزیون د بندیدو د غوښتنې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی "که څوک د بیان ازادي غواړي نو د الجزیرې تر شا دې ودریږي."

په مطلب کې ویل شوي چې د الجزیرې خبریالان د نامعلوم راتلونکي له امله د ویرې په فضا کې کار کوي او هره ورځ د دې فکر کوي چې همدا نن یې د کار وروستۍ ورځ ده.

څوعربي هېوادونو له قطره د وروستي کړکیچ په لړ کې یوه غوښتنه دا ده چې الجزیره تلویزیوني شبکه وتړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا سناتور جان مکېن له امريکايي ځواکونو سره.

ټیلیګراف:

برتانوۍ ورځپاڼه ټیلیګراف په یوه راپورکې لیکي چې هغه کاناډايي ته د لس اعشاریه پنځه ملیونه امریکايي ډالرو تعویض ورکړل شي چې په ګوانتنامو کې د یوه امریکايي سرتیري د وژلو په تور زنداني شوی و.

عمر خضر پنځلس کلن و چې په دې تور زندانی شوی و.

ده ته به د دغو پیسو د ورکولو ترڅنګه له هغه بښنه هم غوښتل کیږي.

دغه قضیه په ۲۰۰۴ کال کې پيل شوې وه او د عمر خضر مدافع وکیلانو دعوه کړې وه چې د کاناډا يي افسرانو له خوا په ګوانتنامو کې له هغه پوښتنې ګرویژنې له ځوانو مشکوکو کسانو سره د چلند له پاره د کاناډا له اصولو خلاف وي، او بله دا چې کاناډا حکومت د خپل یوه وګړي په ساتلو کې پاتې راغلی او د هغه په حق کې یې له امریکا سره جوړ جاړی کړی و.

القدس العربي:

د لبنانۍ ورځپاڼې القدس العربي یوه مطلب کې ویل شوي چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې بریا ډیر نږدې ده، خو د مطلب لیکواله د حکومت د هغو پلانونو په اړه شک څرګندوي چې وايي، د موصل په بیارغاونه به سل ملیارده ډالر ولګوي.

لیکواله پوښتنه کوي چې د ښارونو د بیارغاولو مالي لګښت څوک پر غاړه اخلي؟ څوک به یې عملي کوي او څنګه به یې امنیت خوندي کیږي.

دا وايي تر ټولو مهمه دا ده چې څنګه کیدای شي له دغو ټولو ناخوالو وروسته څنګه کیدای شي چې خلک پرحکومت بیا باور وکړي؟ ایا د عراق حکومت چې په نړۍ کې د دی په وینا پیژندل شوی فاسد حکومت دی د دغه کار جوګه دی؟

د سعودي عربستان د ورځپاڼې الریاض د یوه مطلب لیکوال بیا وايي چې په ځینو سیمو کې داعش ډلې ماته خوړلې خو د داعش فکر پاتې او تر هغه چې د دغې سخت دریځي فکر د رامنځته کیدو لاملونه له منځه نه وي وړل شوي دا ستونزه نه شي هواریدای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په موصل کې ولس ته هم ډېر زیان اوښتی.