ایرانی ولسمشر ولې د افغانستان د اوبو د بندونو مخالفت کوي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایرانی ولسمشر ولې د افغانستان د اوبو د بندونو مخالفت کوي؟

د افغانستان حکومت ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې په کور دننه به د خپلو اوبو پر سمبالښت د هغوی حقونه زیانمن نه کړي. د اوبو او انرژۍ وزارت د ایراني ولسمشر هغو څرګندونو ته غبرګون ښوده چې په افغانستان کې د بندونو جوړول یې د خپل هېواد پر کرنه او چاپېریال د ناوړه اغېز لامل بللي وو.

وزارت وایي چې ایران پخپله افغانستان ته د اوبو پر راتګ کلک بندیز لګولی اوله دې پلوه د افغانستان شکایت تر ایران څو ځله ډېر دی.

د همدې موضوع پر لا سپړنه داوود جنبش د اوبو له یوه چارپوه او د افغانستان د کابینې له مخکني وزیر ډاکټر فاروق اعظم سره مرکه درلوده. لومړی یې ترې پوښتلي چې پر داسې یوه نازک مهال د ایراني ولسمشر له خوا له افغانستان سره د اوبو د حساسې مسالې راپورته کول څه دلایل درلودلی شي؟