امریکا: د اړتیا پر مهال د شمالي کوریا پرضد له زور کار اخلو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې نېکې هیلې په غوښتنه د امنیت شورا بېړنۍ غونډه وشوه.

امریکايي چارواکي وايي، که اړتیا شي د شمالي کوریا پرضد به له زور کار واخلي او "ځانګړی لوی پوځي ځواک" به وکاروي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي نېکې هیلې وویل، چې واشنګټن د پیونګ یانګ پرضد نوی پرېکړه لیک وړاندې کوي.

نوموړې د سوداګریزو بندیزیونو د زیاتولو خبره هم وکړه او ویې ویل، کوم هېوادونه چې له پیونګ یانګ سره سوداګري کوي، پر هغوی به هم دا بندیزونه ولګېږي.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا بندیزونو سره سره د لویو وچو ویشتونکی توغندی وازمویه.

* د شمالي کوریا پنځمې اټومي ازموینې په اړه پنځه ټکي

* امریکا: شمالي کوریا له لویو وچو تېرېدونکی توغندی ازمایلی

امریکايي پوځي کارپوهانو وايي، دغه توغندی له لویو وچو تېرېدونکی او د امریکا الاسکا ایالت په نښه کولی شي.

دوی زیاتوي، د شمالي کوریا توغندي تراوسه د دقیق هدف په نښه کولو توان نه لري او پیونګ یانګ نه شي کولی دغه توغندي پر اټومي سروکو سمبال کړي.

سفیره نیکې هیلې وايي، د پیونګ یانګ دغې ازموینې "د ډيپلوماټیکو حل لارو امکان ډېر کم کړی دی".

هغه زیاتوي چې امریکا له ځان او خپلو ملګرو د دفاع پوره وړتیا کارولو ته چمتو ده.

"زموږ وړتیا زموږ په ځانګړي لوي پوځي ځواک کې ده. که اړتیا شي، نو زور ته به مخه کړو، خو اوس دغه لور ته تلل نه غواړو".

د زور مخالفه روسیه

ر د انځور حقوق KCNA
Image caption د شمالي کوریا وروستی توغندی د امریکا تر الاسکا ایالت رسېدلی شي.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیر هم وايي، چې هېواد یې د شمالي کوریا په خلاف د نوي پرېکړه لیک ملاتړ کوي.

که څه هم روسیه د شمالی کوریا ازموینه غندي، خو د پوځي لارې مخالفه ده.

روسیې له چین سره په ګډه له پیونګ یانګ غوښتي چې خپل اټومي پروګرام وځنډوي.

دوی پر امریکا او جاپان هم غږ کړی چې زغم وکړي او له داسې چارو ډډه وکړي چې کوریا ټاپوزومه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

* شمالي کوریا له 'ټرمپ سره خبرو ته چمتو ده'

* ملګري ملتونه: د شمالي کوریا ۴۰ سلنه وګړي خوارځواکه دي

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی هم وايي، چې د شمالي کوریا هڅې ورته د منلو نه دي، خو بېجینګ او مسکو له امریکا غواړي چې سوېلي کوریا کې د توغندیز ډال له لګولو ډډه وکړي.

چین له شمالي کوریا سره د واشنګټن او سیول د ګډو مانور د ځنډولو غوښتنه هم وکړه.

چین او روسیه د امنیت شورا غړي دي او هر ډول پرېکړه لیک ویټو کولی شي.

په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې مسکو او بېجینګ د شمالي کوریا پرضد د زور کارولو خلاف دي:

"روسیې او چین ته پوره ښکاره ده چې د شمالي کوریا په هکله د امنیت شورا د مصوبو له مخې د زور کارولو هر ډول هڅه به د روسیې او چین له پولو سره په سیمه کې نه اټکلېډونکې پایلې ولري".

د چین ګواښل

د انځور حقوق KCNA/via REUTERS
Image caption د شمالي کوریا له وروستۍ ازموینې وروسته د دغه هېواد مشر خوشالي کوي.

سفیرې نېکې هیلې دا هم وویل، چې امریکا له هغو هېوادونو سره سوداګري ختموي چې د ملګرو ملتونو له تړونونو سره سره له شمالي کوریا سره سوداګري کوي.

"موږ د هغو هېوادونو چلند په ځیر څارو چې له دغه سرکښ رژیم( شمالي کوریا) سره اړیکي لري".

شمالي کوریا له چین سره ۸۵ سلنه سوداګریز اړیکي لري.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شمالي کوریا سره د چین پر سو داګرۍ نیوکه کړې ده.

نوموړي د جي ۲۰ هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره د جرمني هامبورګ ښار ته له رسېدلو مخکې د پولنډ پلازمنېه ورشو کې دا خبرې وکړې.

امریکا تېره اونۍ یو چینايي بانک او د دغه هېواد څو سوداګر او اقتصادي ادارې په دې تور بندیزونه ولګول چې له شمالي کوریا سره په سوداګرۍ د بندیزونو اغېز کموي.