" د ضیا الحق واکمنېدل د پاکستان په تایخ کې توره ورځ"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پخوانی ولسمشر ضیاالحق.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله په ۱۹۷۷ کال کې د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پرضد د جنرال ضیاء الحق کودتا ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې دغه ورځې د پاکستان په تاریخې کې تورې ورځې بللې دي.

ورځپاڼه په دې نظر ده چې د جنرال ضیاء الحق په زمانه کې پاکستان داسې یوه مذهبي تجربه وکړه چې دغه هېواد یې لا هم له پایلو کړیږي.

ورځپاڼه زیاتوي که پاکستان د سخت دریځو، ترهګرو ، او جګړه مارو ډلو څخه ځان خلاص نه کړي ، نو کورني او سیمه ییز شرایط به تل د تاوتریخوالي لویې څپې ته لار هواره کړي.

د ورځپانې په نظر اویا کلن پاکستان باید پر هغه ځواک نور تکیه نه وي چې څلوېښت کاله وړاندې رامنځته شوی.

فایننشیال ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په ننګرهار کې د داعش پر مرکز مور بم وغورځاوه، خو دا ډله لا هم په دغه سیمه کې یرغلیز حالت لري.

ایرانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه فایننشیال ټریبیون د دغه هېواد د پارلمان د ځینو غړو په حواله لیکي چې د عراق په موصل کې د اسلامي دولت ډلې داعش له ماتې وروسته ښايي د دغې ډلې غړي د افغانستان ختیځ او لیبیا ته مخه وکړي.

دوی ویلي داعش ډله ښايي په دغو سیمو کې د نا امنیو له امله دغه لوري ته مخه کړي.

دا اندېښنه په داسې مهال ده چې عراقي ځواکونو په موصل کې له داعش ډېرې سیمې نیولې دي.

ډیلي ټایمز:

پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلې ټایمز د افغانستان او امریکا د اړیکو په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی امریکا د افغانستان لپاره نوې کړنلارې ته اړتیا لري.

په مطلب کې ویل شوي چې که امریکا د افغانستان په اړه خپله کړنلاره بدله نه کړي نو پایله به ېې د لیکوال په وینا دا شي چې دغه هېواد په افغانستان کې سولې ته جدي پام نه کوي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمالي کوریا دا توغندی الاسکا ایالت ته رسېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازمایلو ته ځای ورکړی.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا د دغه ازمایښت په غبرګون کې چې د امریکا الاسکا او اوهاوی په نښه کولی شي له سویلي کوریا سره د توغندیو ګډ مانور وکړ او پر شمالي کوریا یې د بندیزونو غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه وايي په کوریا ټاپووزمه کې دغه بدلون په حیرانوونکي توګه داسې مهال رامنځته کیږي چې په ملګرو ملتونو کې په نړیواله کچه د داسې یوه تړون د رامنځته کولو لپاره وروستۍ خبرې وشوې چې له مخې یې باید پر اتومي وسلې بندیز ولګیږي. ورځپاڼه وايي په دغو خبرو کې د ۱۲۰ هېوادونو استازو برخه اخستې، خو د ټولو اتومي وسلو لرونکو هېوادونو له خوا دغه خبرې اترې بایکاټ شوې دي.

په رپوټ کې وړاندې ویل شوي چې د بې وسلې کولو فعالینو چې دغې غونډې ته ورغلي ویلي چې دغه کړکیچ د دفاع لپاره د اتومي وسلو د لرلو دکتورین په اړه د خبرو د ناکامۍ پایله ده.

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین هم په دې تړاو لیکي چې امریکا او ملګري هېوادونه یې له شمالي کوریا سره د چلند لپاره ډیر غوراوي نه لري. ورځپاڼه وایي پوځي غبرګون ډیر تلفات لرلی شي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند لومړی وزیر له اسراییلي سیال سره.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د اسراییل او هند ترمنځ د پوځي توکو د راکړې ورکړې په اړه یو مطلب خپور کړی.

په دې مطلب کې چې سرلیک دی ښايي اسراییل هند ته د پوځي توکو ستر صادروونکی هېواد شي، ویل شوي چې د هند او اسراییلو ترمنځ اوږدې خو پیچلې دفاعي اړیکې شته. لیکوال زیاتوي دغو اړیکو پنځه ویشت کاله وخت ونیو چې اوسني پړاو ته ورسیدې او د هند لومړي وزیر له اسراییلو لیدنه وکړله.

په دغه مطلب کې ویل شوي چې سږ کال به څو میاشتې وروسته د هند جنګي الوتکې په هغه مانور کې برخه واخلي چې اسراییل او د ناټو پنځه غړي هېوادونه پکې برخه لري او دا به لومړی ځل وي چې هندي ځواکونه په داسې یوه مانور کې په ښکاره برخه اخلي چې اسرایيلي ځواکونه هم پکې برخه لري.