روپا له کرونګرۍ تر ډاکټرۍ څنګه ورسېده؟

د انځور حقوق SHANKAR YADAV
Image caption روپا په اته کلنۍ کې کوزده شوې.

روپا د هند د راجستان ایالت د چومو ولسوالۍ د نوا کلي اوسېدونکې ده.

په اته کلنۍ کې یې کوزده وشوه. د هغې خوسرګنۍ کرونګره ده او له دې لارې ژوند کوي.

روپا هم کرونګره شوه، خو همت یې وکړ، زدکړې یې پرې نه ښود.

* هند کې ولې ښځې بزګرۍ ته مخه کوي؟

* ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

تر لسم ټولګي له خپل مور او پلار سره وه او رخصتیو کې خوسرګنۍ ته لاړه.

روپا وايي: "رخصتیو کې مې له خوسرګنۍ سره پټیو کې کار کاوه، کله چې رخصتۍ پای ته ورسېدې نو ماشومان مې لیدل چې ښوونځیو ته ځي، له خوسرګنۍ مې وغوښتل چې نورې زدکړې وکړم".

د هغې خاوند ور سره ومنله او له ۱۲ ټولګي په ۸۴ سلنه نومرو سره بریالۍ شوه.

د انځور حقوق SHANKAR YADAV
Image caption روپا د خپل مېړه شنکر هم منندوی ده چې زدکړو کې یې د دې لاس نیوی کړی دی.

د طبي زدکړو لپاره په هند کې د هېواد په کچه ازموینه اخیستل کېږي او تر بریالیتوب وروسته زدکوونکي اېم بي بي اېس زدکړې کوي.

د خپلې خوسرګنۍ او خاوند شنکر یادو په مټ یې په یوه ازموینه کې له ۷۲۰ نومرو څخه ۶۰۳ اخیستې او د هېواد په کچه ۲۲۸۳ نمبر راغلې ده.

* هند کې لومړی ځل د دریم جنسیت پولیس افسر ګومارنه

* هند کې د مېړه ډبولو لپاره ناوو ته د لرګي بېټ ډالۍ

روپا اوس طبابت ویلی شي او وايي دا یې ستره هیله وه چې ډاکټره شي:

"زما تره د زړه حملې له امله مړ شو او له دې امله زما دا ارمان و چې ډاکټره شم".

د انځور حقوق SHANKAR YADAV
Image caption روپا وايي، له ماشومتوب یې له زدکړو سره مینه وه.

د هغې خاوند شنکر په دې ډېر خوشال دی چې مېرمن یې د طب لوستلو وړتیا لري او د دوی خوب رښتیا کېږي.

"کوم خوب چې ما لیدلی و، هغه اوس ریښتیا کېږي. د روپا لپاره موږ ډېرې ستونزې وګاللې او هغې هم زموږ نوم وځلاوه".

* په لاهور کې د واده جامو نندارتون

* په هند کې لوی او جنجالي واده

روپا ته د طب پیلولو چانس په لاس ورغلی، خو اقتصادي ستونزې یې په مخ کې خنډ دي.

شنکر وايي، د پیسو او فیس لپاره به خپلې خولې تویوي او پیسې به ورته پیدا ګوي، له خلکو به پور اخلي، خو روپا به ډاکټره کوي.

د راجستان په ځینې سیمو کې د کوچنیتوب واده دود دی، خو روپا وايي، چې د دې ټولو بندېدل او ماشومانو ته یو ډول زدکړې ور کول غواړي.

د انځور حقوق SHANKAR YADAV
Image caption روپا په زدکړو کې د خپلې خوسرګنۍ منندوی ده. له خپل خوسر او خواښې سره.

اړونده مطالب