هامبورګ کې د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصادي او پوځي ځواکونو مشران راټولېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د جي شل هېوادونو سرمشريزه

د هامبورګ ښار به سبا د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصادي او پوځي ځواکونو د مشرانو کوربه وي. خو د دوی مخالفین وار له مخه لارو کوڅو ته راوتلي دي.

ځیني د اقلیمي بدلون په اړه شعار ورکوي، ځیني وایي، نړیواله شتمني باید د بډایو او بېوزله ترمنځ برابره وویشل شي. نور بیا ځانونه د جګړې مخالفین بولي.

جرمني چارواکي وایي، سبانۍ ناستې ته یې امنیت ټینګ کړی. ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لومړي ځل له خپل روسي سیالی ولادمیر پوتین سره مخامخ وګوري. حال دا چې همدا نن دواړو مشرانو د یو بل پر حکومتونو نیوکې کولې.

لومړی وار ولسمشر ټرمپ وکړ، او په پولنډ کې یې یوې خبرې غونډې ته وویل، روسیې ته به اجازه ورنکړي چې مرکزي او ختیځه اروپا بې ثباته کړي.

ښاغلي ټرمپ وويل "امریکا په مرکزي او ختیځه اروپا کې د سولې او امنیت ټینګښت ته ژمنه ده. موږ د روسیې د کړنو او بې ثباته کوونکي چلند پر وړاندې له پولنډ سره ګډ کار کوو".

د انځور حقوق Reuters
Image caption شنونکي په دې باور دي چې له سبانۍ ناستې د کومې لویې لاسته راوړنې تمه نه ده پکار

نوموړي په وارسا کې د خلکو یوې لویې غونډې ته وویل، روسیه د سوریې د رژیم او د ایران له ملاتړ هم لاس واخلي، ځکه دواړه ورانکاري رژیمونه دي.

روسي سیال یې هم سرپه ونکړه. ولادمیر پوتین یوې جرمنۍ ورځپاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې ویلي، د نړۍ ټول هېوادونه باید د ازادې سوداګرۍ حق ولري او څوک یې باید مخه ونه نیسي.

شنونکي وایي، اشاره یې امریکا ته ده. ولسمشر پوتین همدا رنګه پر روسیې لګېدلي بندیزونه غیرعادلانه بللي او وایي، ځیني هېوادونه په دې بندیزونو کې خپلې ګټې ګوري.

خو له دې دواړو مشرانو ورهاخوا، د سبانۍ غونډې په تړاو نورې تا ویلې ما ویلې هم شته. ټاکل شوې وه چې د چین ولسمشر شي جېنپنګ او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هم د دې غونډې په څنډو کې یو په یو ناسته ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسيې ولسمشر پوتين ويلي، د نړۍ ټول هېوادونه باید د ازادې سوداګرۍ حق ولري او څوک یې باید مخه ونه نیسي

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله یو ځل بیا پوځي ترینګلتیا ډېره شوې، ځکه نو اوس د دواړو مشرانو مخامخ لیدنې لپاره وخت مناسب نه دی.

شنونکي په دې باور دي چې له سبانۍ ناستې د کومې لویې لاسته راوړنې تمه نه ده پکار.

د نړۍ د شلو شتمنو او ځواکمونو هېوادونو مشران، د اقلیمي بدلون، نړیوالې سوداګرۍ، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او د کډوالو د ناورین په ګډون، په ډېرو مسالو ژور اختلافونه لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب