د جي شل هېوادونو سرمشريزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جي شل هېوادونو سرمشريزه

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د هغه څه پر وړاندې مبارزې لپاره کار کوي، چې ده د روسيې بې ثباته کولو چلن وباله، يو داسې نظر چې کرمېلېن رد کړی دی.

ده دا خبرې په وارسا کې د پولنډ له ولسمشر انډرې دودا سره يوه ګډ خبري کنفرانس کې کولې، چې د امريکا پر دې ژمنتيا یې هم په کې ټينګار وکړ، چې مرکزي او ختيځه اروپا کې به سوله ساتي.

ښاغلي ټرمپ دا هم وويل دی د شمالي کوريا د لويو وچو ترمنځ ويشتل کېدونکي توغندي له ازموينې وروسته پر يو سخت ځواب غور کوي.

ولسمشر ټرمپ اوس له پولنډه جرمني ته تللی، چې سبا جمعه به هامبورګ کې د جي شل هېوادونو سرمشريزه کې برخه اخلي.

هامبورګ ښار کې امنيت ټينګ نیول شوی، او تمه ده زرګونه خلک احتجاجونو کې برخه واخلي.

پوليس اندېښمن دي داسې توندلاري چې په کور جوړو شووو وسلو سمبال دي، ښايي د نړۍ مشرانو دا غونډه ګډوډه کړي.

اړونده مطالب